
ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان الف کريکټ لوبډله اوسمهال په بنګلديش کي ده.
افغان لوبډلي د بنګلديش څخه د ۲ څلور ورځنيو لوبو لړۍ ۱-۰ وګټله او د ۵ يو ورځنيو لوبو لړۍ هم د افغانستان په ګټه روان ده.
د ۵ يو ورځنيو لوبو څخه افغانستان او بنګلديش تر اوسه ۲ لوبي ترسره کړي پداسي حال کي چي دواړي لوبي افغانستان ګټلي.
همدې روانو لوبو ته په کتو د بنګلديش پخوانی کريکټر او د غوراوي کميټې اوسنی غړی حبيب البشر د افغان الف لوبډلي څخه متاثره دی.
بشر د بنګلديش له يوې ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي چي د افغانستان الف کريکټ لوبډله په مسلکي او جالب ډول کريکټ کوي.
نوموړی وايي د افغانستان کريکيټ دملي لوبډله تل پدې هڅه کي وي چي لوړ شاټونه ووهي او تيز کريکټ وکړي خو الف لوبډله يې بيا په هغه ډول لوبه نکوي.
بشر وايي افغان الف لوبډله په فکر،حوصلې او د کريکټ په فورم کي لوبه کوي ،راتلونکی يې روښانه ښکاري او کريکټ يې زه متاثره کړی يم.
دی وايي په وروستۍ لوبه کي افغان الف لوبډلي د بنګلديش د ۲۷۹ منډو هدف ته ځان په ډير عجب ډول ورسوی.
په وروستيو کي د فضل نيازي او شراف الدين اشرف ملګرتيا د ابراهيم ځدران ۱۲۷ منډي هغه څه وه چي خپل هيواد ته يې لوبه وګټله.
حبيب البشر د خپلي لوبډلي څخه ناهيلی د ی،نوموړي کالر کانټو ورځپاڼي ته ويلي چي د بنګلديش په ۱۴ کسيز سکواډ کي ۱۳ هغه لوبغاړي دي چي په ملي لوبډله کي لوبيدلي او همدارنګه په نړيوال جام کي يې هم برخه اخيستې خو په ډومسټيک کريکټ کي يې هيڅ د پام وړ لوبي يې ندي کړي.
بشر وايي بنګلديشۍ لوبډله لاهم چانس لري چي بيرته راوګرځي ،خپلي غلطۍ اصلاح کړي او د افغانستان څخه د سبا لوبه همدارنګه د ۲۷ او ۲۹م تاريخ پاتي ۳ لوبي وګټي .