د هندي سینما د ښکلې فلم ستورې زرین خان راتلونکی فلم (هم بی اکیلي تم بهي اکیلي) له ریلیز کېدو او ننداره کېدو څه چې له پوره کېدو وړاندې د عجیبه ستونزو سره مخ شوی.
رپوټونه وایي چې د دغه فلم ستورې راتلونکي فلم د شوټینګ ویډو ګانو څخه ډک هارډ ډرایف ورک شوی دی، چې له امله یې د فلم کارونه نیمګړي پاتي دي.
ایکسپریس نیوز د هندي رسینو له قوله لیکلي چې زرین خان په دې ورځو په فلم (هم بي اکیلي تو بهي اکیلي) په شوټینګ بوخته ده، اوس یې د فلم تر ټولو مهمه برخه ریکارډ کړې او پوره کړې یې ده، چې د فلم دغه زیاتره برخه د هند هماچل پردیش ایالت په یوه برخه کنګنا کې جوړه کړې ده.
د فلم د شوټینګ ټوله خواري هلته په اوبو لاهو شوې ښکاري چې د تخنیکي ډلې څخه دواړه هارډ ډرایفونه ورک شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې په ورک شوي هارډ ډرایفونو کې نه یوازې د شوټینګ جوړ شوي او ریکارډ شوی مواد وه بلکې په دغه ډرایفونو کې د پنځو ورځو جوړ شوی او ایډیټ شوی تصویر هم په کې وه.
دغه پېښې د فلم جوړونکي ډېر خفه کړي چې اوس یوه قانوني قضیه ګرځېدلې.
د فلم جوړونکو د ورک شویو هارډیسکونو په لټه کې خپل شکایت پولیسو ته کړی.
سرچینو ویلي، شوټینګ پوره کېدو وروسته د فلم ډلګۍ ممبي ته وګرځېده خو ترې وروسته د تخنیکې ډلې یو غړی د یوې اونۍ لپاره دفتر ته ولاړ نشو.
د معلوماتو له مخې څو ځلې یې ورسره اړیکه وکړه خو د فلم ډلې ته یې اړین ځواب ورنکړ، وروسته یې فلم له ډلې ځينې غړي کور ته ولاړل تر څو ورسره وګوري، چې هلته معلومه شوه چې هارډ ډرایفونه چا غلا کړي او یا ترې ورک شوي دي.
د فلم لارښود ویاس منلې چې د فلم له شوټینګ ډک ډرایفونه ورک شوي دي خو هیله لري چې پولیس به یې په موندلو کې بریالي شي.
دی وایي تمه لري چې پولیس به دغه پېښه له هرې زاویې وڅېړي.