د ګریت بیل وکیل: د زین الدین زیدان خبرې د شرم وړ دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

راپور: صابر حمیدي
د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړي د ګریت بیل وکیل جاناتان بارنت ویلي، چي د ریال ماډریډ د روزونکي زین الدین زیدان خبري د شرم وړ دي.
زیدان د بایرن مونیخ سره تر لوبي مخکي په یوه خبري کنفرانس کي وویل، چي بېل هر څه ژر ریال ماډرید پرېږدي ښه دئ.
د زیدان ددې خبرو په غبرګون کي د ګریت بېل وکیل بارنت ویلي، چي ګریت بیل د ریال ماډریډ لپاره ډېري ښې لوبي ترسر کړي او د زیدان دا خبري د شرم وړ دي.
ګریت بیل د ریال ماډریډ لپاره ۲۳۱ لوبي ترسره کړي دي، په یادو لوبو کي ئې ۱۰۲ ګولونه لګولي.
د هغه تر څنګ بېل په یاده لوبډله کي نورو لوبغاړو ته ۶۵ د ګول پاسونه هم ورکړي دي.
ګریت بېل د یادي لوبډلي سره په بیلابیلو لیګونو او ټورنمنټونو کي لومړي مقامونه خپل کړي.
c4a249a8-6685-41f0-945b-ef2ed62faf89.jpegزیدان وروسته له هغه د یاد ویلزي لوبغاړي څخه لاس په سر سوی، چي تیر پړاو کي ګریت بیل ښې لوبي ترسره نکړې او دې لوبډلي په دې پړاو کي څو نوي لوبغاړي رانیول.
هازارډ، لوکا یوویچ، مینډي او کوبو هغه نوي لوبغاړي دي، چي دې لوبډلي راتلونکي پړاو ته رانیولي او د ښه لوبېدو تمه ورڅخه لري.
تر اوسه هیڅ یوې لوبډلي ګریت بېل سره د تړون لپاره زړه ندی ښه کړی، خو هغه تر راتلونکي پړاو پوري ۱۸ ورځي وخت لري، چي د ریال ماډریډ څخه بلي لوبډلي ته ولاړ سي.