د افغانستان د پارا تکواندو ملي ټيم د ۳۳ آسیايي او غیر آسیايي هیوادونو ترمنځ د پارا تکواندو په سیالیو کي یو د برنزو مډال وګټی او په دې سره ئې ۱۳م مقام خپل کړ.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په دې سیالیو کي د افغانستان لپاره متین هوتک وتوانېد، چي د برنزو مډال خپل کړي.
د دوی په خبره، چي نورو دوو افغان لوبغاړو علي سجاد او ذکیې خدادادي په لومړي پړاوونو کي خپلو سیالانو ته ماته ورکړه، خو په دوهم پړاو کي ئې بیا ماته وخوړه او له سیالیو ووتل.
د افغانستان د پارا تکواندو ملي ټیم په دې سیالیو کي تر ګډون وروسته پرون یکشنبه هیواد ته راستون سو.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي ددې لوبډلي د راتګ په وخت کي د افغانستان د تکواندو فدراسیون د مسئولینو له لوري ئې تود هرکلی وسو.
د پارا تکواندو دا لوبي د ۳۳ آسیايي او غیر آسیايي هیوادونو ترمنځ د عُمان هیواد په کوربتوب ترسره سوې.
راپور: صابر حیمدي