لیکنه: بهار سمسور
شپږیزه د کریکټ لوبې د توپ وهنې هغه برخه ده،چې په یو وار شپږ منډې اضافه کوي.
توپ وهونکي زیاتره وخت داسې هڅه کوي،لیکن توپ اچونکي بیا د شپږیزو له خوړلو تل د ځان ژغورنې هڅه کوي.
تېر نړیوال جام کې نیږدې هر توپ اچونکي باندې شپږیزې،څلوریزې وهل شوي دي،پر ځینو یې د زیاتو منډو اخیستو ریکارډ هم جوړ شوی،خو دا چې هیڅ شپږیزه نه ده پرې وهل شوې دا کوم توپ اچونکي دي؟
۱: بین سټوکس
انګلستانی الرونډر بین سټوکس،چې په خپله د سترو شپږیزو د وهلو وړتیا لري، یو ښه چټک توپ اچونکی هم دی.
په دا نړیوال جام کې پرې د مقابل نهه واړه لوبډلو توپ وهونکو د ستر شاټ د وهلو سره،سره پرې شپږیزه نه ده وهلې.
سټوکس په تېر نړیوال جام کې ۵۰،۵ اورونه تر سره کړل،چې ټول ټال یې ۲۴۶ منډې ورکړې،چې په هر اور کې د نوموړي خلاف ۵ منډې تر لاسه شوي دي.
د سټوکس غوره توپ اچونه د بنګلادېش خلاف وه،چې دری ویکټې یې په دغه لوبه کې واخیستې.
خو د نوموړي لپاره غوره خبره دا ده، چې د سټوکس خلاف هیچا هم شپږیزه ونه وهله.
۲: حمید حسن
سره له دې چې افغانستان په نړیوال جام کې کومه لوبه ونه ګټله،اما لوبې یې ستایل کیږي.
د افغان توپ اچونکو له منځه زیاته تمه راشد ته دا کیده،چې ممکن مقابل لوبډلو ته سخت سرخوږی جوړ کړي ولې داسې ونه شول،خو بل مهم ټکی دا دی چې که په راشد باندې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ ثبت شو، خو د حمید حسن له خوا دا ریکارډ جوړ کړل شو ،چې په دې نړیوال جام کې شپږیزه پرې نه ده وهل شوي.
حمید حسن د ۲۶ اورونو په تر سره کولو سره ۱۲۲ منډې ورکړي دي،چې دا په هر اور کې ۵ منډې راځي، خو جالبه دا ده ،حمید دری اورونه بغېر له منډې (مېډن) کړي دي.
حسن د افغانستان له لوري ښه توپ اچونکی و او اقتصادي توپ اچونه یې تر سره کړه. پر حمید حسن هم چا شپږیزه نه ده وهلې.
۳: ډیون پریټریز
د جنوبي افریقا لوبډلې ته نوی انتخاب شوی دا توپ اچونکی د دې لوبډلې لپاره ښه ثابت شو.
پریټریز په دریو لوبو کې ولوبول شو،۵ ویکټې یې واخیستې.
ټول ټال یې ۲۳ اورونه تر سره کړل،چې ۹۴ منډې پرې راغلي دي.
د نوموړي غوره توپ اچونه د سریلنکا خلاف د دریو ویکټو تر لاسه کول دي.
۲۹ کلن توپ اچونکي پریټریز باندې په پینځه لوبو کې چا شپږیزه ونه وهله.