نیمار غواړي له بارسلونا سره یو ځای سي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راپور: صابر حمیدي
د اسپورټ ورزشي سایټ د راپور له مخي د برازیل هیواد او پي ایس جي تکړه بریدګر لوبغاړی نیمار غواړي یو ځلي بیا د هسپانوۍ لوبډلي بارسلونا سره یو ځای سي.
د یاد سایټ د معلوماتو له مخي د نیمار کورنۍ د بارسلونا کلب له مسئولینو سره لیدنه کړې او غواړي، چي نیمار د بارسلونا لوبډلي سره یو ځای کړي.
د پي ایس جي لوبډلي تمرینونه تیره اونۍ پيل سول، خو نیمار پکښي څه ناڅه غیرحاضیري وکړه او د یادي لوبډلي د مسئولینو توند غبرګونونه یې راوپارول، چي نیمار به جریمه کړي.
نیمار ۲ کاله مخکي بارسلونا پرېښول او د فرانسې هیواد د کورنۍ لوبډلي پي ایس جي سره د ۲۲۲ میلیونه یورو په لګښت د ۵ کالو لپاره یو ځای سو.
د هغه دا رانیونه یو نړیوال ریکارډ جوړ کړ  تر دې مخکي او تر اوسه هیڅ یو د فوټبال لوبغاړی په دومره پیسو ندی خرڅ سوی.
مګر له تیرو څو اونیو راهیسي داسي راپورونه خپریږي، چي نیمار اوس د پي ایس جي لوبډلي څخه ندی خوښ او غواړي یاده لوبډله پرېږدي.
د پي ایس جي لوبډلي مسئول ناصرالخلیفي یو سخت دریځی انسان دئ او له همدې امله نیمار ته اجازه نه ورکوي، چي دا لوبډله پرېږدي.
naser-al-khalifi-43469.jpg
ناصر الخلیفي د نیمار دا غوښتنه نه مني، چي له پي ایس جي دي ولاړ سي.
هغه نیمار ته په یاده لوبډله کي هر څه ورکړي، هغه د لوبډلي په اصلي جوړښت کي شتون لري، لوړ معاش اخلي او تقریبا هر څه چي نیمار غوښتي یاد مدیر ورته برابر کړي.