ژباړه: عطا محمد میاخېل
ښایي له ډېرو مو اورېدلي وي، چې د یوې عاطفي اړیکې ساتل سخت او ستونزمن کار دی، خو دا موضوع رښتیا نه ده، په حقیقت کې کوم کسان، چې دا خبره کوي، د خپل ژوند له شریک سره د اړیکې د ټینګښت په سمې تګلارې باندې نه پوهېږي. عاطفي اړیکه سخته نه ده، بلکې جوړې دي، چې هغه سختوي.
هغه ساده او آسانه کارونه، چې نېکمرغه جوړې یې هره ورځ ترسره کوي
خبرې وکړئ او د خپل مقابل لوري خبرو ته غوږ ونیسئ
ښایي ستاسو له نظره دا کار آسانه وي، خو که لږ خپلې شاوخوا ته وګورئ، نو وبه وینئ، چې ډېری کسان په خپل ګرځنده ټیلیفون کې بوخت دي، یا دا چې د ټلویزیون د ننداره کولو په حال کې دي، په دې شرایطو کې آیا د خبرو کولو لپاره فرصت پاتې کېږي؟ په حقیقت کې دا کسان پرځای د دې، چې د خپل ژوند له شریک سره اړیکه ولري، له خپل ځان سره په اړیکه کې دي؛ له دې امله که غواړئ، چې خوشاله جوړه واوسئ، نو باید د ورځې په اوږدو کې، له یو بل سره خبرې وکړئ او د یو بل خبرو ته غوږ ونیسئ. نه د دندې د ترسره کولو له مخې، بلکې د زړه له کومې دا کار ترسره کړئ.
د ورځې په اوږدو کې له یو بل سره په اړیکه کې واوسئ
ښایي کله چې تاسو د خپل ژوند د شریک ترڅنګ یاست، هرڅه ښه او غوره وي، خو دا چې له هغه/ هغې څخه لرې کېږئ، نور نو ترې هېڅ خبر نه یاست او په ژور خپګان اخته کېږئ، که څه هم تاسو له یو بل سره هېڅ ستونزه نه لرئ، خو همدا لرېوالی ستاسو اړیکه پرې کوي، ورو ورو ستاسو په اړیکه کې صمیمت هم را کموي.
اړینه نه ده، چې د ورځې په اوږدو کې تل په ساعتونو ساعتونو سره خبرې وکړئ، خو دا چې څو ساعته وروسته د یو بل له حاله ځان خبر کړئ، د بېلګې په توګه: یو بل ته ووایئ، چې حالت مو څنګه دی؟ یا ستا په اړه مې فکر کاوه. نو همدا هم بسنه کوي، همدا د لنډو خبرو اړیکې، ستاسو د اړیکې له ژوندۍ ساتلو سره مرسته کوي.
له یو بل سره ګډ کار ترسره کړئ
له بده مرغه، چې هرڅومره په ګډ ژوند باندې وخت تېرېږي، نو د جوړو تګلوری له یو بل څخه جلا کېږي. د بېلګې په توګه: په پیل کې تاسو او د ژوند شریک مو په ګډه، پېر (خرید) ته تلئ، خو له یوه کال وروسته دا کار په یوازې توګه ترسره کوئ، په حقیقت کې د ورځې په اوږدو کې ، چې کوم ګډ کارونه ترسره کوئ، ورو ورو کم او لا پسې کمېږي. ځینې وخت حتا دا ښه ګڼئ یوازې پاتې شئ او له خپل یوازېتوب څخه ډېر خوند واخلئ، خو باید په دې باندې ځان پوه کړئ، چې د ګډو فعالیتونو ترسره کول، په اړیکه کې مو د لا ډېر صمیمیت د رامنځته کېدو سبب ګرځي، دا چې تاسو احساس کړئ، چې یوازې نه یاست او د ژوند په بېلابېلو تګلورو کې یو بل کس هم له تاسو سره ګام په ګام ملتیا کوي، په خپله تاسو ته د خوښۍ او رضایت احساس دربښي.
منندوی اوسئ
یو له مهمو ټکو څخه، چې باید په عاطفي اړیکه ورته پام وکړئ، د خپل ژوند له شریک څخه مننه کول دي. هغه خواړه، چې په مېز باندې چمتو ایښي دي، هغه چت چې ستاسو د سر د پاسه دی، یا هغه ګلان چې کور یې ښایسته کړی دی، تاسو باید د دې ټولو شیانو منندوی واوسئ، هغه کارونه چې باید ترسره یې کړئ، دا دي، چې د هغو کارونو په غبرګون کې، چې د ژوند شریک مو ستاسو لپاره ترسره کوي، ترې مننه وکړئ، حتا که د ژوند شریک مو ستاسو لپاره ماښامنۍ چمتو کوي او دا په یوه عادت باندې بدل شوی دی، بیا هم ووایئ: ډېره زیاته مننه ډېره خوندوره ماښامنۍ مو چمتو کړې وه. که د ژوند شریک مو تاسو په موټر کې هغه ځای ته بیایي، له کوم سره چې مینه لرئ، دا یې دنده مه ګڼئ او له هغه څخه مننه وکړئ. په دې کار سره مقابل لوری مو په دې باندې پوهېږي، چې تاسو یې کار ته ارزښت ورکوئ او له همدې کبله ستاسو د خوشاله کولو لپاره، لا ډېرې زیاتې هڅې کوي.
له یو بل سره ښې او ښکلې خبرې وکړئ
هرو مرو نباید د ژوند شریک مو ښه او فوق العاده کار ترسره کړي، ترڅو تاسو هغه ته ښې خبرې وکړئ، همدا چې هغه ښې جامې اغوستې دي، نو ورته ووایئ: دا جامې درسره ډېرې ښې ښکاري. یا که د ژوند شریک مو له ورزش سره مینه لري او هره ورځ ورزشي لوبغالي ته ځي، نو هغه ته ووایئ: دا چې په خپلې روغتیا باندې ډېر زیات پام کوې او دغه راز خپلې روغتیا ته ډېر زیات ارزښت ورکوې، ستایم دې. همدا ساده او ښکلې جملې مقابل لوري ته مو یو ښه او فوق العاده احساس ور لېږدوي.
د هغه/ هغې د خوشاله کولو په فکر کې اوسئ
کله وخت موږ په خپل ځان کې دومره ډوبېږو، چې د خپل ژوند شریک هېروو، دا چې دا ځل سهار له خوبه را ویښ شوئ، پرځای د دې، چې په ځان باندې تمرکز وکړئ، نو د خپل مقابل لوري د خوشاله کولو په فکر کې واوسئ. ډاکټر فیل وایي: زه چې هره ورځ سهار له خوبه راویښېږم، په دې اړه فکر کوم، چې څنګه کولای شم، د خپل ژوند د شریک (رابین) ژوند ښکلی کړم.
کله چې د ژوند شریک مو ویني، چې تاسو یې د خوشاله کولو لپاره هڅې کوئ، هغه هم په ناخبره توګه ستاسو د خوشاله کولو لپاره هڅه کوي. موږ تل په تمه یو، چې لومړی ګام نور پورته کړي او موږ یې ښېګڼې جبران کړو، خو دا ځل تاسو لومړی ګام پورته کړئ او پایله یې په خپله عاطفي اړیکه کې وګورئ.
یو بل وبښئ
دا په یاد ولرئ، چې هېڅوک بشپړ نه دی، حتا تاسو په خپله؛ له دې امله که وینئ، کومه جوړه له یو بل سره خوشاله ده، دا په دې مانا نه ده، چې بې عیبه او بې نیمګړتیا ده، په حقیقت کې هغوی خوشاله دي، ځکه دا واقعیت یې منلی دی، چې هېڅ بشپړ انسان شتون نه لري او د فکر په دې بڼه د نیمګړتیاوو په خاطر یې یو بل بښي.
رومانتیک واوسئ
ټول د اړیکې په پیل کې رومانتیک دي؛ خو هرڅومره، چې د اړیکې عمر زیاتېږي، نو د دواړو لوریو رومانتیک اوسېدل را کمېږي، اړیکه د یوې ګیاه په څېر ده، تاسو یې باید هره ورځ خړوبه کړئ، پرته له دې اړیکه به مو ډېر ژر مړاوې شي. رومانتیک اوسېدل د عاطفي اړیکې یوه له مهمو برخو څخه ده، هڅه وکړئ، چې تل داسې چلند وکړئ، چې ګواکې د آشنایۍ لومړی پړاو مو دی. د بېلګې په توګه په ګډه رسټورانټ ته لاړ شئ، لکه د آشنایۍ د لومړیو ورځو په څېر کړنې ترسره کړئ.
له یو بل سره خوب ځای ته لاړ شئ
که تاسو داسې یو کس یاست، چې په ځنډ سره ویده کېږئ، خو د ژوند شریک مو ژر، یا برعکس … په احتمالي توګه دې چارې ته د عمل جامه ور اغوستل به ستاسو لپاره لږ سخته کار وي، خو په دې باندې ځان پوه کړئ، چې دا کړنه په ظاهره ساده او آسانه، په اړیکه کې ډېر زیات ارزښت لري؛ له دې امله تر کومه ځایه، چې کولای شئ، هڅه وکړئ، چې د خپل ژوند له شریک سره خوب ځای ته لاړ شئ. د بېلګې په توګه: که هغه غواړي ویده شي او تاسو ته خوب نه درځي، کولای شئ، کوټې ته لاړ شئ او کتاب ولولئ. مهمه داده، چې خپله ورځ له یو بل سره پای ته ورسوئ.