
ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان د کريکټ بورډ عمومي رئيس عزيزالله فضلي مني چي په ادارې کي يې سياسی مداخلې تر بل هر وخت په لوړه کچه دي .
عزيزالله فضلي چي د کريکټ د نړيوالي شورا په کلنۍ غونډه کي د ګډون لپاره انګلستان ته تللی د بي بي سي پښتو څانګي سره په ځانګړي مرکې کي ويلي چي په مجموع کي د افغانستان ټولي خپلواکي ادارې د سياسي څيرو او مداخلو تر فشار لاندي دي.
عزيز الله فضلي وايي د کريکټ د نړيوالي شورا له لوري د زيمبابوې د کريکټ ملي لوبډلي د بشپړ غړيتوب ځنډول د هغو هيوادونو لپاره چي په کريکټ بورډ کي يې سياسي مداخلې رواني دي يو اخطار او خبرداری وو.
خو دی وايي موږ پدې هڅه کي يوو ترڅو ټول حکومتي چارواکي پدې پوه کړو چي کريکټ بورډ يوه خپلواکه او ملي اداره ده.
نوموړی زياتوي په افغان پريمرليګ کي د فساد په اړه د تورونو په اړه د ژر او پر وخت اقداماتو د کولو په خاطر د کريکټ نړيوالي شورا د افغانستان کريکټ بورډ ته دوه نيم ميليونه اضافي پيسې ورکړې پدې خاطر چي دوی زموږ په څيړونو ډاډه وه،نو ځکه يې زموږ ستاينه وکړه
فضلي وايي تر نړيوال جام ۳ مياشتي وړاندي موږ دا پريکړه کړې وه چي راشدخان به د افغان کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر ټاکي،بدبختانه ونه سوله،خو تر نړيوال جام وروسته موږ دا پلان عملي کړ او اصغر افغان مو د راشدخان په خوښه ورته مرستيال لوبډلمشر وټاکی.
همدارنګه نوموړی وايي د بورډ هغه کارکوونکي چي دندي يې وځنډول سوې زموږ سره به په کورني کريکټ کي خپلي دندي پرمخ بيايي او دده په وينا چي د تجربو څخه به يې ګټه اخلو.
فضلي وايي زه د خپلي دندي پروا نلرمه،ملي لوبډلي ته مي د ځوانو لوبغاړو د راتګ ژمنه کړې وه او پرځای کوم به يې.