لیکنه: بهار سمسور
د ۲۰۱۹ کال کریکټ نړیوال جام پای لوبه،له خوند ډکه وه؛ اما وروسته تر لوبې انتقادونه پرې راغلل، خو اوس د دغې لوبې د سوپر اور شپږیزې د یو چا ژوند هم واخیست.
د سوپر اور په لوبولو سره، انګلستان ۱۵ منډې جوړې کړې، چې په تعقیب یې د نیوزلېنډ لپاره ځوان لوبغاړی جیمي نیشام او مارټین ګپټیل توپ وهنې ته میدان ته ښکته شول.
دغه اور د انګلستان له لوري جفرا ارچر تر سره کړ،چې د اور په یو بال باندې جیمي نیشام بهترین شاټ وواهه او شپږیزه یې تر لاسه کړه.
دغه لوبه د جیمي نیشام د ماشومتوب او ښوونځي د وخت د کریکټ روزونکي ډاو ګارډن د مرګ سبب وګرځیده.
د معلوماتو له مخې روزونکی ګارډن دا لوبه ننداره کوله او ده بار بار ویل، نیشام کولی شي شپږیزه ووهي او سم د واره یې د شپږیزې په لیدو سره ساه پرې کړه.
د نوموړي لور لوني ګارډین وایي؛ د نیشام سره د ده بې کچې مینه وه او په نړیوال جام کې د دغه لوبغاړي په لوبیدو پوره خوښ و او ویل به یې:
«زه د نیشام له پلار سره چې زما ملګری دی هر وخت غږېږم، هغه یو غښتلی لوبغاړی دی، زه ورسره مینه لرم.»
د نویزلېنډ دا پیاوړی لوبغاړی جیمي نیشام چې له انګلستان بېرته د کور پر لور روانیده، د خپل استاد او روزونکي د مرګ غږ ودردوه او پر ټویټر یې ولیکل:
«زه په سوشیال میډیا کې د نوموړي له مرګ خبر شوم، ګارډن زما استاد، روزونکی او ملګری و. له کریکټ سره ستا مینه هغه څه و چې موږ یې تر دې ځایه راورسولو، بد خبر دی هغوی چې ستا تر روزنې لاندې لوبیدلي لکه موږ،داسې څه اوریدل. امید دی چې زموږ پر لوبه به دې ویاړ کړی وي،ستا له هرې همکارۍ مننه.»
د ګارډن لور لوري ګارډن سټاپ.اېن. زېډ ته په خبرو کې ویلي، د نیشام د بلار سره به هرې لوبې ته ناست و او په ناروغۍ کې یې هم د ده لوبه تعقیبوله.
ډاو ګارډن کم زیات ۲۵ کاله استاد پاتې شوی، خو تر څنګ یې زیات ځوان کریکټران وروزل،چې په اوسني عصر کې د جیمي نیشام تر څنګ د لوکي فریګیسن استاد هم تېر شوی، چې په دغه نړیوال جام کې د نیوزلېنډۍ کریکټ لوبډلې کلیدي غړی و.
نویزلېنډ د د انګلستان په کوربه توب د نړیوال جام په پای لوبه کې ماتې وخوړه.