د فوټبال راتلونکي نړیوال جام ته د غوراوي پړاو پچه اچونه ترسره سوه.
د ۴۰ آسیايي هیوادونو ترمنځ په قطر کي د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام ته پرون ماپښین پچه اچونه ترسره سوه، چي افغانستان اي ګروپ کي د سختو سیالانو سره راوتلی.
یادي ۴۰ لوبډلي په ۸ ګروپونو ویشل سوي، چي د یادو ګروپونو څخه ۱۲ ټیمونه بل پړاو ته لاره پیداکوي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په اي ګروپ کي د بنګله دېش، عمان، هند او قطر هیواد سره یو ځای سوه.
دا سیالۍ د روان ۲۰۱۹م کال د سپټمبر میاشتي په ۵مه نېټه پېلیږي، چي افغانستان به په خپل ګروپ کي د خپلو قوي سیالانو سره دوې ـ دوې لوبي ترسره کړي.
د افغانستان د فوټبال لوبډله به په یاد ټورنمنټ کي خپلي ۸ لوبي په دې تاریخ ترسره کړي:
لومړۍ لوبه د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر میاشتي په ۵مه د قطر په وړاندي.
دوهمه لوبه د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر میاشتي په ۱۰مه نېټه د بنګله دېش په وړاندي.
دریمه لوبه د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتي په ۱۰مه نېټه د عُمان په وړاندي.
څلورمه لوبه د ۲۰۱۹م کال د نوومبر میاشتي په ۱۴مه نېټه د هند په وړاندي.
پنځمه لوبه د ۲۰۱۹م کال د نوومبر میاشتي په ۱۹مه د قطر په وړاندي.
شپږمه لوبه د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتي په ۲۶مه د بنګله دېش په وړاندي.
اوومه لوبه د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتي په ۳۱مه د عُمان په وړاندي.
او اتمه لوبه بیا د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتي په ۹مه د هند په وړاندي ترسره کړي.
راپور: صابر حمیدي