د نړیوال جام پای لوبه؛ سوپر اور او انتقادونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: بهار سمسور

د کریکټ نړیوال جام په پای لوبه کې،چې د انګلستان او نیوزلېنډ تر منځ وشوه، د نیوزلېنډ ۲۴۲ منډو هدف انګلستان مساوي کړ، ۲۴۱ منډې یې تر لاسه کړې چې بیا سوپر اور (یو اور) تر سره شو.

تر دې لوبې وروسته،د لوبې پر دوه برخو او اور ترو او هم سوپر اور، د کریکټ ځینو پخوانیو لوبغاړو،مبصرینو او هم کریکټ بنسټونو انتقادات وکړل.

دا جام کوربه انګلستان پورته کړ،خو ځینې یې ګټونکوی نیوزلېنډ بولي،ځینې وایی د لوبڅار غټه تېروتنه د نیوزلېنډ د ماتې باعث شوه، چې شپږ منډې یې په اور ترو اعلان کړې؛خو اکثریت بیا دا وایی چې دواړو ته دې کپ شریک شوی وی.

هندی پخوانی اوپنر ګاتم ګمبیر پر خپل ټویټر لیکي:

«نه پوهېږم، څنګه د نړیوال جام پای لوبه، وروستۍ پرېکړه دا چې چا زیات بونډرۍ لوبولې، د کریکټ نړیوالې شورا دا قانون د خندا وړ دی؛ دا باید مساوي شوې وی. زه دواړو نیوزلېنډ او انګلستان ته مبارکي وایم،دواړه ګټونکي دي.»

د هند پخوانی لوبډلمشر یوراج سېنګ بیا لیکي:

«زه له دې قانون سره موفیق نه یم، لیکن قانون،قانون دی، انګلستان ته دې مبارک وي،چې بلاخره یې نړیوال جام فاینل وګاټه. زما ملاتړ تر اخېره له نیوزلېنډ سره و،یو دوه اړخیز فاینل…»

هندی اوسنی لوبغاړی او غښتلی اوپنر روهیت شرما هم لیکي:

«په کریکټ کې ځینې قوانین،په ښکاره ډول زیان اړونکي دي.»

د اسټرالیا پخوانی چټک توپ اچوونکی بریټ لي هم د کریکټ له دې قانون ناراضا دی:

«انګلستان ته دې مبارک وي! نیوزلېنډ د زړه سوي وړ دی، زه به دا ووایم؛دا ډارونکي ده،چې ګټونکی واضح کړل شي،د کریکټ دا قانون بدلولو غواړي.»

هندی پخوانی چټک توپ اچونکی محمد کیف لیکي:

«د زیاتو بونډریو د شمېر قانون منل ګران دي،ځینې شیان،لکه ناڅاپي مرګ، د سوپر اور له دوام دا ښه ده چې کپ شریک کړل شي،د زیاتو بونډریو قانون سم نه دی.»

روزونکی ډین جونیس لیکلي:

«انګلستان ته دې لومړی نړیوال جام مبارک وي. بدبخته نیوزلېنډ…د ټورنمېنټ قوانین د بیا کتلو وړ دي، دا د نړیوال جام فاینل دی، یو بل سوپر اور اخېر.»

د نیوزلېنډ چټک توپ اچونکی میچل میکلیننګان بیا احساساتي ټوېټ کوي، ځکه لوبډلې یې ماته خوړلې دی لیکي:

«واقعین دا وحشیانه …دی موږ کولی شو،سبا بیا راشو مهرباني؟ کریکټ نړیوال جام.»

که د کریکټ دا څارونکي، پخواني لوبغاړي او ځینې کریکټ ادارې پورته نظرونه او تبصرې شریکوي، خو نیوزلینډي لوبډل مشر کین ویلیمسن له لوبې وروسته رسنیو ته وویل په میدان کې لوبه دوی ګټلې، فرق دا دی چې بهر انګلستان بریالی اعلان شو.