د پاکستان پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر انضمام الحق چې د افغان لوبډلې له روزنې وروسته د پاکستانۍ لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر ټاکل شوی و، پرون د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۷ مه نېټه له خپلې دندې استعفا وکړه.
انضمام الحق په پاکستاني کرکټ بورډ کې په خپلوۍ پاللو هم تورن و، په هغه تور و چې خپل وراره امام الحق ته یې په لوبډله کې ډېر وخت ورکړی و.
۴۹ کلن انضمام الحق چې په قوم پالنه یا قوم پرستۍ تورن شوی دی، له دندې په دې وجه استعفا وکړه، چې پاکستانیانو او ځېنو لوبغاړو پرې د امام الحق په انتخابولو کې انتقادونه وکړل.
امام الحق چې د انضمام الحق له خوا نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره ټاکل شوی و؛ نو څنګه چې ترې د ښې لوبې کولو توقع وه؛ هغسې ونه ځلېده.
د امام الحق نه ځلېدل انضمام ته دسیسه شوه او باالاخره سختو انتقادونو هغه استعفا ته اړ کړ.
د پاکستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۰ کال لپاره د انضمام تړون لغوه کړی او انضمام هم خپله استعفا اعلان کړې.
د انضمام الحق تر غوراوي لاندې لوبغاړي ټاکل شوي وو؛ خو د ده په غوراوي، کې لوبډلې دوه سیریزونه وبایلل، سویلي افریقا او اسټرالیا ترې لوبې وګټلې.
اسټرالیا بیا ترې په دوبۍ کې د پاکستان په کوربتوب پنځه یو ورځنۍ لوبې سر په سر وګټلې او پاکستان یې وایټ واش کړ.
انضمام الحق په ۲۰۱۶ م کال کې د افغان لوبډلې مشر روزونکی و؛ خو له استعفا وروسته بیا د پاکستانۍ لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر شو، هلته په قوم پالنه تورن شو او له دندې لاس پر سر شو.
د انضمام الحق قرارداد له پاکستاني کرکټ بورډ سره د جولای میاشتې په پای کې پای ته رسېږي.
نوموړي یوې خبرې غونډې ته ویلي، چې دی به له پاکستاني کرکټ بورډ سره خپل تړون ونه غځوي.
په نړیوال جام کې پاکستانۍ لوبډله په لومړیو کې ښه ونه ځلېده؛ خو ورسته یې له افغانستان، انګلستان، بنګله دېش او افریقا لوبې وګټلې.
د پاکستانۍ لوبډلې د ټېسټ لوبو پخواني اوپنر مُحسِن حسن خان بیا د انضمام الحق د روزنې ستاینه کړې ده او هغه یې په دې برخه کې مجرب شخص بللی دی.
انضمام الحق د خپل وخت ښه توپ وهونکی و، هغه ۱۲۰ ټېسټ لوبې، ۳۷۸ یو ورځنۍ لوبې او یواځې یوه شل اوریزه لوبه کړې ده، په دې ټولو لوبوکې یې شا او خوا شل زره منډې کړي دي.
هغه ۳۵ سلیزې وهلي دي او په ۱۹۹۲ م کال کې د پاکستان لپاره د نړیوال جام په اتلولۍ کې کلیدي لوبغاړی و.