پي ایس جي لوبډلي نیمار ته جدي اخطار ورکړی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

راپور: صابر حمیدي
۵ ورځي مخکي د برازیل هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او پي ایس جي تکړه بریدګر لوبغاړي د خپلي لوبډلي پي ایس جي په اړه یو ډول حیرانونکي خبري وکړې، چي له هغه وروسته پرون نیمار فرانسې ته ولاړ او د لومړۍ ورځي تمرینونه ئې ترسره کړل.
د ESPN ورزشي شبکې د راپور له مخي تر تمرینونو مخکي د پي ایس جي ورزشي مدیر لئوناردو د هغه سره ۵ دقیقې مجلس وکړ، چي په یاد مجلس کي ئې د پي ایس جي لوبډلي د مشر ناصر الخلیفي اخطارونه نیمار ته ور ورسول.
د یادي شبکې د راپور له مخي، چي د پي ایس جي رئيس نیمار ته اخطار ورکړی، چي د لوبډلي څخه د جلا کېدو پر ویلو به سخته جریمه پر ولګوي او په کومو ورځو کي چي ئې په تمرینونو کي ګډون ندی کړی هم به جریمه سي.
نیمار څو ورځي مخکي اعلان کړی وو، چي هوډ لري د فرانسې هیواد دا لوبډله پرېږدي، هغه څو ورځي مخکي د بارسلونا په لباس کي یوه ویډیو خپره کړه، چي پکښي وئې ویل د فوټبال تر ټولو خوږه خاطره ئې داده، چي د بارسلونا سره په یوه لوبه کي ئې پي ایس جي ته ۶ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه.
57800623.jpg
له دې خبرو څخه څرګندیږي، چي د برازیل هیواد دا تکړه لوبغاړی ندی خوښ، چي له پي ایس جي سره راتلونکی پړاو ولوبیږي.
د پي ایس جي او نیمار ترمنځ دا ستویزي پر داسي مهال راپورته سوي، چي نیمار درې پړاوونه نور د پي ایس جي سره تړون لري.