ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ د مطالعې لپاره ځانته مکافات ورکړئ
تاسو هم کولای شئ، له دې تګلارې څخه ګټه واخلئ او ځانته مکافات ورکړئ. دا ډالۍ کولای شي، په زړه پورې خواړه، له خپل صمیمي دوست سره اړیکه، یا د خپلې خوښې وړ فلم یا کارټون د یوې برخې کتل وي.
که مطالعه په مینې او لېوالتیا سره وشي، ډېره ښه او اغېزمنه به وي. کولای شئ، وې ازمایئ.
۲ ـــ د خپلو کارونو لپاره مشخص پروګرام ولرئ
په هغه صورت کې، چې د خپل هر کار لپاره مشخص وخت په پام کې ونیسئ، نو بریالي به وئ؛ ځکه د انسان بدن له دې پروګرامونو سره روږدی کېږي.
۳ ـــ تمرکز وکړئ
په لوړ غږ سره مطالعه وکړئ، ترڅو وکولای شئ، خپله مطالعه وګورئ، د مطالعې پرمهال موسیقۍ ته له غوږ نیولو څخه ډډه وکړئ، ترڅو تمرکز مو له منځه لاړ نه شي او اړ نه شئ هغه جمله، چې په یو ځل لوستلو سره پرې پوهېږئ، څو څو ځله یې ونه لولئ.
۴ ـــ انګېزه ولرئ
په دې اړه فکر وکړئ، چې د څه لپاره مطالعه کوئ؛ د دې لپاره، چې په راتلونکې کې د خپلې خوښ وړ دنده کې بریالي واوسئ، نه د دې لپاره، چې کورنۍ یا ښوونکی مو تاسو درس لوستنې ته اړ کوي.
۵ ـــ له فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه واخلئ
په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه مه ورکوئ، چې وخت له لاسه لاړ شي. داسې پروګرام جوړ کړئ، چې نورو کارونو ته هم رسیده ګي وکړای شئ.
۶ ـــ که نه پوهېږئ، پوښتنه وکړئ
که د کوم څه په اړه شک لرئ، نو پرته له ځنډه یې وپوښتئ؛ ځکه یوه بې ځوابه پوښتنه ستاسو ذهن بوختوي او نه شئ کولای، چې په تمرکز سره درس لوستنې ته دوام ورکړئ.
۷ ـــ د ورځې یو مناسب ساعت درس لوستنې ته ځانګړی کړئ
د شپې وروستي ساعتونه د درس لوستنې لپاره مناسب نه دي؛ ځکه چې ډېر ستړي یاست، دا هم ښه نه ده، چې له را ویښېدو وروسته د مطالعې مېز ته لاړ شئ، دغه راز هېڅکله له خوړو خوړلو وروسته درس لوستنه مه پیلوئ، ځکه د بدن ټوله وینه مو د خوړو د هضمولو لپاره په خېټه کې راټوله شوې ده او خوب مو وړي.
څه وخت د مطالعې لپاره مناسب دی؟
که سهار ژر له خوبه را ویښ شوي یاست او لږ ورزش مو کړی دی، نو کولای شئ د سهار له مخې مطالعه وکړئ، اصلاً ښه نه ده، چې له راویښېدو سره سم، له خوب ځای څخه د مطالعې مېز ته لاړ شئ، دغه راز، که له خوړو خوړلو وروسته مو خوب وړي، نو یو شل یا دېرش دقیقه ایز خوب کولای شي، حالت مو ښه کړي.
۸ ـــ په کافي اندازه خوب وکړئ
د دویمې او اوومې برخې د وینا پر بنسټ، لکه څنګه چې کارونه مو له پروګرام سره سم پرمخ بیایئ، نو د ویده کېدلو لپاره باید تر ټولو غوره وخت په پام کې ونیسئ، ترڅو ذهن مو فعال او سالم وي. ستاسو لپاره په شپه او ورځ کې ۸ ساعته خوب کافي دی.
۹ ـــ د مطالعې کچه مو لوړه کړئ
دا چې مطالعه پوهه زیاتوي، کومه نوې خبره نه ده؛ خو په مطالعه باندې ځان روږدی کول، د مسایلو درک او شننه لوړوي، که څه هم اړ نه یاست، چې ډېر سخته کتابونه ولولئ.
۱۰ ـــ له یو څه وخت درس لوستنې څخه وروسته، خپل د پام وړ کارونه ترسره کړئ
دا ډېر سخت او ستونزمن کار دی، چې وغواړئ، د یوه ماشین په څېر پرته له ځنډه مطالعه وکړئ، غوره ده، چې له هرو ۴۵ یا ۵۰ دقیقو وروسته یو ځل ځانته لنډ مهالی استراحت ورکړئ او هغه کارونه ترسره کړئ، له کومو سره چې مینه لرئ، نقاشي وکړئ، یوې موسیقۍ ته غوږ ونیسئ یا یو بل کار ترسره کړئ، ترڅو ذهن مو آرامه شي.