د افغانستان الف لوبډلې بریا؛ د فرسټ کلاس سیالیو اهمیت

سپینه تجريدي ډیزاین

لومړی د بنګله دېش او افغانستان الف لوبډلو سیریز او د افغانستان بریا
د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ دويمه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده چې له دې سره د دوه لوبو په لوبلړۍ کې افغانستان الف لوبډلې بريا خپله کړه.
دویمه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه چې د بنګله دېش په ظهور احمد چودري لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې بنګله دېش ته د توپوهنې بلنه ورکړه. په لومړۍ ورځ بنګله دېش د یوې ويکټې په تاوان ۱۸ منډې کړې وې چې باران پيل شو، د لوبې په دويمه ورځ هم د باران له امله لوبه ونه شوه او په دریمه ورځ بنګله دېش يو ځل بيا لوبه پيل کړه.
afgh A team.jpg
بنګله دېش الف لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۰ منډې وکړې. محمد نعيم ۶۵ او رقیب الحسن ۶۱ منډې وکړې. يمين احمدزي، شرف الدین اشرف او قیس احمد درې – درې  بنګالي لوبغاړي وسوځول.
افغانستان الف لوبډلې بيا په څلورمه ورځ د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړې او له دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ دويمه څلور ورځنۍ یا فرسټ کلاس لوبه مساوي پای ته ورسېده. ابراهیم ځدراڼ ۹۶ او بهیر شاه محبوب ۵۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د دوه څلور ورځنيو یا فرسټ کلاس لوبو په لړۍ کې افغانستان لومړۍ لوبه په ۷ ويکټو ګټلې وه، چې له دې سره يې په لوبلړۍ کې بريا خپله کړه.
د هغې لوبې غوره لوبغاړی قېس احمد اعلان شوی و؛ نوموړي په دواړو پاڼیو توپ اچونه کې د بنګله دېشۍ لوبډلې لس لوبغاړي سوځولي وو او ۴۶ منډې یې هم کړې وې.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ به د پنځه يو ورځنيو (لېسټ اې) لوبو لوبلړۍ د جولای په ۱۹مه نېټه پيل شي.
فرسټ کلاس سیالیو ته څلور ورځنۍ سیالۍ هم وایي؛ دی سیالیو کې یوه لوبډله دوه ورځې ودرېدای شي او دوه ورځې به بیا مقابله لوبډله ودرېږي.
مخکې له دې افغان الف لوبډلې فرسټ کلاس سیالۍ په کور دننه کړي دي، دا سیالۍ زیاتره وخت ډومېسټيک یا کورنۍ وي، کابو پنځه میاشتې وړاندې په غازي امان الله خان لوبغالي، کونړ لوبغالي او کابل لوبغالو باندې دا سیالۍ ترسره شوې.
دې سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو انرژي، حوصله او د توپ وهنې تخنیک معلومېږي، روزونکي ګوري چې کوم لوبغاړی ښه توپ مېډل کوي، کوم لوبغاړی ښه توپ اچونه کوي او کوم لوبغاړی زیات فېټ دی او نه ستړي کېږي.
دا سیالۍ د پنځه ورځنیو ټېسټ لوبو لپاره یو ازمایښت هم دی، چې لوبډلې جوګه شي تر څو راتلونکي کې سترو ټېسټ سیالیو ته د تخنیک او پلان له مخې چمتو وي.
بل دې کې د ټېسټ لوبو لپاره لوبغاړي په نښه کېږي، کوم لوبغاړی چې ټېسټ لوبو فارمټ ته جوړ وي، هغه بشپړ ټېسټ لوبو ته رااخېستل کېږي او لوبېږي.
بل دا لوبې هم د کرکټ نړیوالې شورا سره ثبت وي، هر لوبغاړی چې نړیوال دریځ یا سټيج ته داخلېږي، د هغوی فرسټ کلاس لوبو ریکارډ لیکل کېږي او دا یې بیا رسمي لوبو کې حسابېږي.
نو افغان لوبډلې د دې لوبلړۍ په ګټلو سره یو څه ښه والی وموند، هغه دا چې د کرکټ نړیوالې شورا سره یې د لوبلړۍ دا بریا ثبت شوه.

د افغان لېګ برېک بالر قېس احمد د لس وېکټو ریکارډ ثبت شو او دا به یې تر هغې بیسټ یا غوره توپ اچونه تر څو چې ده بیا غوره توپ اچونه نه وي کړي.
نو دا لوبې په کرکټ کې له اهمیت څخه برخمنې دي او باید په کوردننه ډېرې وشي؛ ترڅو د بهرنیو سفرونو لپاره ښه او مناسب لوبغاړي ولرو.
۲۰۱۸ کال څخه وړاندې کله چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب نه و اخېستی؛ نو له ایرلېنډ، عربي متحده اماراتو او نورو دوهمه درجه لوبډلو سره به یې څلور ورځنۍ یا فرسټ کلاس نړیوالې لوبې کولې؛ خو اوس افغان ملي لوبډله له دغو سیالیو راتېره شوې او بشپړې ټېسټ لوبې کوي.