څوک، چې فرصت بایلي، پیسې بایلي!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ډېر خلک فرصت تیاره شتمني ګڼي، ځکه سړی د شتمنۍ پر لور سوق کوي.
یوڅوک پوره یو کال، دوه کاله او ان لس کاله د یوه وړ فرصت په لټه کې وي او کله، چې را رسیږي له درنګ پرته ترې ګټه پورته کوي. هغه کسان، چې خپل فرصتونه له لاسه ورکوي، هغوی خپل وخت، عمر، پیسې او شتمني ټول ضایع کوي. تاسې پوره یو کال انتظار کوﺉ، چې د کورونو بیه ښه شي او کله، چې ښه شي، له تاسې نه پیسې پر بله خوا تللې وي، یا لټي او ناغیړي کوﺉ، په دې صورت کې تاسې په خپل لاس خپل فرصت سوځوﺉ. په بله وینا، د سوداګرۍ وزارت د پانګونې لپاره نوې لڼدمهالې امتیازي کڅوړه وړاندې کوي. هغه کسان، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونې کوي، دغسې فرصت کله هم له لاسه نه ورکوي.
د انسان د نامحدودو اړتیاوو پر وړاندې سرچینې محدودې دي. فرصت په اقتصادي پروژو کې خپل ځانګړی ارزښت لري. یوچا ته پر یوه وخت په څو برخو کې د پانګونې فرصت برابریږي، خو دی پر هغه فرصت غور کوي، چې ډېر څه ترې ترلاسه کیږي. که د فرصت ارزښت مو سم درک نه کړ، کېدای شي ډېر زیان وکړﺉ. تاسې داسې فکر مه کوﺉ، چې د پانګونې یو ښه فرصت مو له لاسه ورکړ، بلکې داسې وانګیرﺉ، چې (په اټکلي ډول ۷۰ زره ډالر) مو له لاسه ورکړل.
د بېلګې په توګه په موټر پلورنځي کې یوڅوک له مجبوریته ۹۷ موډل کاناډایۍ کرولا په ۳۵۰۰ ډالره پلوري او تاسې په بل څه کې بوختیږﺉ، یا سملاسي پیسې درسره نه وې، ناغیړي او دوه زړه توب کوﺉ، موټر بل څوک اخلي. پېردونکی دغه موټر پر موټر پلورنځي په ۶۰۰۰ ډالره پلوري. تاسې دلته پوره دوه نیم زره ډالره ارزښتي فرصت له لاسه ورکړ. په فزیکي لحاظ تاسې پیسې له لاسه نه دي ورکړې، خو د ذهني سنجش له مخې مو، چې کوم فرصت له لاسه ورکړی، هغه پوره دوه نیم زره ډالره ارزښت لري.
تېر کال مې یوچېرې د یوه دوکان د اخستلو نیت کړی و، خو زړه نازړه شوم او ومې نه پېره. وروسته مې، چې وپوښتل، دویم کس پکې د دوکان د ارزښت نیم برابر پیسې ګټلې وې.
یو فلم جوړوونکی په خپله کمپنۍ کې په کار اخته دی، درګرده فلمونه او سریالونه جوړوي. بازار یې هومره ښه نه دی، د فلم د اشتهار لپاره په سلګونو زره افغانۍ لګوي، پوسټرې چاپوي او په بېلبورډونو کې د خپل فلم او سریال اشتهار ورکوي. په دې ټولو هڅو بیا هم د هغه د فلم اشتهار تر هرځایه نه رسیږي، خو په کابل کې د فلم او سریال یو نړیوال نندارتون پرانېستل کیږي او هرڅوک خپلې غرفې په کې پرانیزي. دا د نوموړي لپاره خورا زرین فرصت دی، ځکه دلته نه یوازې دا، چې عام خلک راځي، بلکې د کمپنیو، ټلویزیونونو مسوولان او د خبري پوښښ لپاره خبریالان هم راځي. ستاسې پر فلم او سریال جوړېدونکی خبر ستاسې د فلم وړیا، خو تر ټولو ارزښتناک اشتهار دی، ځکه د رسنیو په ترټولو ګران وخت کې خپریږي. که څوک دغسې فرصت له لاسه ورکوي، کال دوه کاله به انتظار کوي، څو دغسې یو بل فرصت په لاس ورشي.
پوهان وايي، فرصت د سورلۍ الوتکه ده، چې که ناوخته ور ورسیږﺉ او دروازې یې بندې وي، ناشونې ده، چې پکې لاړ شﺉ. هغه به الوزي او خپل منزل ته به ځي، خو تاسې به شاته پسې په حسرت ګورﺉ او څه به مو لاس ته نه درځي. مخکې له دې، چې د فرصت الوتکه درنه لاړه شي، پر خپل وخت دې الوتکې ته ځان ورسوﺉ، چې له سفره پاتې نه شﺉ.