
ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر راشدخان د کريکټ زده کړي اکاډمي جوړه کړه.
راشدخان د حضرت الله ځاځي سره د کريکټ اکاډمي د نويو امکاناتو او پرمختللو وسايلو سره جوړه او ګټي اخيستني ته وسپارله.
د راشدخان او حضرت الله ځاځي د اکاډمۍ د پرانيستي په مراسمو کي ګڼ شمير ملي لوبغاړي هم راغلي وه.
د کريکټ دا اکاډمي چي مخکي يې هم شتون درلودی د نورو کسانو له لوري پرمخ بيول کيدله،اوس يې راشدخان او حضرت الله ځاځي مسؤليت او صلاحيت په غاړه لري.
ددې اکاډمۍ په افتتاح سره به غوره کوچونه، منظم سيستم او په ارزانه بيه ځوانانو ته د کريکټ زده کړه ورکول کیږي.
تر دې وړاندي يوبل ملي لوبغاړي محمدنبي هم د کريکټ اکاډمي جوړه کړې وه.
محمدنبي دغه اکاډمي په اسټراليا کي د مهاجرو او هلته د ميشتو افغانانو لپاره جوړه کړې وه،او خورا په امکاناتو جوړه او مجهزه وه.