د فوټبال نړیوال اداره یا فیفا خبر ورکوي، چي راتلونکې چهارشنبه به د قطر د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳ آسیا ملتونو فوټبال جام لپاره د هیوادونو د ملي لوبډلو پچه اچونه د مالیزیا په کولالمپور ښار کي ترسره سي.
د فوټبال راتلونکئ نړیوال جام په قطر هیواد کي د ۳۲ ملي لوبډله ترمنځ ترسره کیږي.
دا نړیوال جام د ۲۰۲۲ عیسوي کال د نومبر په میاشت کي پیلیږي، چي ددې کال په ډیسمبر میاشت کي به پای ته ورسیږي.
ددې نړیوال جام لپاره د ارجنټاین په شمول ۴۶ ملي لوبډلي د روان کال څخه تر ۲۰۲۱ میلادي کال د نومبر تر میاشت پوري د غوراوي سیالۍ ترسره کوي.
بلخوا د افغانستان په شمول د آسیا جام لپاره هم پچه اچونه ترسره کیږي.
د آسیا ملتونو جام په ۲۰۲۳ میلادي کال کي د چین هیواد په کوربتوب د ۲۴ آسیايي ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
یادي څلوېښت لوبډلي په پنځو ګروپونو کي وېشل کیږي او د هر ګروپ دوې مخکښي لوبډلي به د جام نورو پړاوونو ته لاره پیدا کوي.
د آسیا ملتونو جام له ۶۳ کلنو راهسي په هرو څلورو کلنو کي ترسره کیږي، چي تردې مهال چاپان تر ټولو ډېر ۴ ځله دا جام ګټلئ دئ.
سږ کال ددې جام اتلولي د قطر ملي لوبډله وګټل.
بلخوا د فوټبال ۲۰۱۸ کال نړیوال جام د فرانسيې هیواد په روسیه کي د کروشیا هیواد څخه وګټئ.