د ۲۰۱۹ کریکټ نړیوال جام او پنځه نوي ستوري

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: بهار سمسور

د کریکټ په نړۍ کې ډېر غټ نومونه چې اوس هم د کریکټ شایقینو په خوله دي، شتون لري.

لکه د اسټرالیا ریکي پونټینګ،مایکل کلارک،د هند سچن ټنډولکر،د پاکستان یونس خان،شعیب اختر او داسې نور.

که دغه لوبغاړو اوس کریکټ پریښی، لیکن د غوره او تاریخي لوبیدو پر بنیاد به د هیچا هېر نه شي.

که دوی کریکټ پرېښود او د کریکټ لپاره په نورو برخو کې خدمت کوي،شاته یې نوي ستوري را میدان ته کیږي او ځلیږي.

دا ځوان لوبغاړي به یو وخت د کریکټ نړۍ ستر نومونه او یادګارونه وي،خو چې حق ورکړل شي،کار پرې وشي او لوبیز بهیر پرې تنګ نه کړل شي.

۲۰۱۹ کال کریکټ نړیوال جام پای ته ورسیده،زیاتر نړیوالو ستورو له کریکټ سره په همدې نړیوال جام کې رخصت واخیست،خو ځیني نوي ستوري یې هم په غېږ کې وځلیدل.
یاران دلته درته دا ستوري یو پر بل پسې درته معریفي کوي.

۱: الیکس کیري

20190715_101541.jpg
اسټرالیا په دې نړیوال جام کې ښه کریکټ وکړ،هسې خو اسټرالیا د نړۍ پر هر کریکټ میدان ځان ښیي، اما دې نړیوال جام کې د پخواني ویکټ ساتونکي توپ وهونکي میتیو هېډ پر ځای ځوان لوبغاړي الیکس کیري ته چانس ورکړی و.
کیري د دې نړیوال جام د ځوانو لوبغاړو په لېست کې چې ښه وځلیدل،لومړی هغه دی.
کیري ټول ټال د ۳۷۵ منډو پر مټ د اسټرالیا لپاره څلورم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و،چې د ۶۲،۵۰ سټرایک رېټ پر مټ یې دغه منډې تر لاسه کړې.
کیري د نیوزلېنډ خلاف نیمه سلیزه هم تر لاسه کړه او دا نیمه سلیزه په هغه لوبه کې مهمه او تاریخي حسابیږي.
کیري په سیمي فاینل لوبه کې، چې اسټرالیا څلور لومړۍ ویکټې ژر له لاسه ورکړې میدان ته په راتلو د انګلستان خلاف ۴۶ منډې تر لاسه کړې،چې بیا د جفرا ارچر له خوا په شاټ توپ اوویشتل شو او زامه یې خوږ هم شوه.
د کیري لپاره ښه خبر دا دی،چې کریکټ استاد سچن ټنډولکر یې لوبه وستایله او هغه یې د اسټرالیا د کریکټ راتلونکی ستر لوبغاړی یاد کړ.
۲: نیکولس پورن
20190715_101558.jpg
دا د نړیوال جام دوهم نوی/ځوان لوبغاړی دی،چې په راتلونکي کې یو ستر کریکټر جوړیدونکی دی.
پورن په شل اوریزه سیالیو کې زیات لوبیدلی،خو د یوه ورځینیو لوبو زیات کریر نه لري؛اما په دې وروستي نړیوال جام کې بیخي ښه ولوبیده.
ده په اته لوبو کې ۳۶۷ منډې جوړې کړې،سره له دې چې دی به د توپ وهنې په نیمه برخه کې په څلورم او پینځم نمبر میدان ته ښکته کیده؛خو داسې لوبیده، لکه دا یې چې د دوهم یا دریم نړیوال جام تجربه وي.
پورن له ۱۰۴،۲۷ سټرایک رېټ سره دغه نړیوال جام کې توپ وهنه وکړه او دا د یوه ورځینیو لوبو بهترین سټرایک رېټ حسابیږي.
پورن د سریلنکا خلاف سلیزه هم تر لاسه کړه، چې د ویسټینډیز لوبډلې د توپ وهنې قوت یې یقیني کړ.
۳: شاهین افریدي
20190715_101732.jpg
د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې په دې نړیوال جام کې هم ښه کریکټ وکړ.
په دې لوبډله کې هم د لومړي ځل لپاره ځوان لوبغاړی،چپ لاسی چټک توپ اچونکی شاهین افریدي ولوبیده او وځلیده.
شاهین په پینځه لوبو کې ۱۶ ویکټې تر لاسه کړې،چې د یو ځوان لوبغاړي په حیث یې خپل اینده روښانه وښوده.
شاهین افریدي د نیوزلېنډ خلاف دری، د افغانستان خلاف څلور،خو د بنګلادېش خلاف یې شپږ ویکټې تر لاسه کړې،چې دا د یو ځوان او لومړي نړیوال جام لوبونکي لوبغاړي په صفت تر بل هر چا ښه لوبه ده.
۴: اویشکا فیرنانډو
20190715_101637.jpg
سریلنکا کریکټ ملي لوبډله، یو له هغو ده،چې د کورنیو جنجالونو،بورډ کې د شته فساد او بې عدالتیو له کبله یې کریکټ ضعیف شوی او هم یې ملي لوبډله کمزوري شوې ده.
په دې نړیوال جام کې سریلنکا بیا هم نسبي ښه ولوبیده،چې افغانستان ته یې هم په یوه سخته لوبه کې ماته ورکړه.
له دې لوبډلې سره فیرنانډو لومړی نړیوال جام ولوبوه او ځان یې هم ثابت کړ.
فیرنانډو له ۲۰۳ مجموعي منډو سره دا نړیوال جام پرېښوده،چې د ویسټینډیز خلاف یې سلیزه د ستایلو وړ وه او د نوموړي د سلیزې پر مټ دغه لوبه سریلنکا وګټله.
د فیرنانډو په اړه به د لوبې مبصیرینو مثبتې خبرې کولې،د نوموړي د توپ لوبولو انداز،ټایمېنګ او لوبه یې بیخي ښه ارزوله.
د دې ځوان لوبې او استعداد ته په کتو،سریلنکا باید نور هم ځوانانو ته چانس ورکړي.
۵: اکرام علیخېل
20190715_101704.jpg
افغان کریکټ ملي لوبډلې په دې نړیوال جام کې د لیګ نهه واړه لوبې بایلودې،چې ځینې یې پکې داسې لوبې هم وبایللې،چې مقابل لوری به پوره له ستونزو سره مخ و.
د شهزاد محمدي له زخمي کیدو او کور ته له لیږلو وروسته افغانستان چپ لاسی ویکټ ساتونکی اکرام علیخېل نړیوال جام ته ولیږه.
اکرام په لومړیو لوبو کې په اتم یا هم اووم نمبر میدان ته د توپ وهنې لپاره ښکته کیده،خو د ویسټینډیز خلاف په دریم نمبر توپ وهنې ته په ښکته کیدو یې هر چاته خپل استعداد ثابت کړ.
په دې لوبه کې،اکرام ۸۶ منډې جوړې کړې او له رحمت شاه سره یې یوه ښکلې ملګرتیا هم وکړه،چې له دغې لوبې وروسته د اکرام په اړه د هر چا تبصره مثبته وه.
د دې تر څنګ د دریو نړیوالو بهترین سپنرانو خلاف د نوموړي ویکټ ساتنه پوره ښه او د توجه وړ وه.
د اکرام په لوبیدو او ځلیدو نړۍ په دا پوه شوه، چې په افغانستان کې د کریکټ نوي ستوري او ستر استعدادونه شته او باید حق یې ادا کړل شي.
نړیوال جام د کوربه انګلستان په اتلوالۍ سره پای ته ورسیده،خو پکې د نورو مشهورو لوبغاړو تر څنګ دا پینځه نوي ستوري هم وځلیدل او د کریکټ نړۍ راتلونکی یې روښانه ثابت کړ.