راپور: صابر حمیدي
د مسئولینو په خبره د سوک وهني دا لوبي د افغانستان آزادۍ د ۱۰۰ کلیزي په ویاړ په غزني ولایت کي جوړي سوې.
دا لوبي د غزني ولایت د سوک وهني په عمومي ورزشي جمنازیم کي د ۳ ورځو په جریان کي ترسره کیږي، چي موخه ئې ورڅخه د غزني منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل دي.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د سوک وهني په دې سیالیو کي د غزني ولایت د بیلابیلو سیمو څخه ۱۶۰ لوبغاړو ګډون کړی دی، چي په یادو ۳ ورځو کي به یو د بل په وړاندي ولوبیږي.
د دوی په خبره، چي یاد لوبغاړي په لس بیلابیلو وزني کټګوریو کي سیالۍ ترسره کوي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي ددې سیالیو په پاي کښي به د غزني ولایت منتخبي لوبډلي ته ۲۰ د سوک وهني غوره لوبغاړي انتخاب کړل سي.
دا لوبغاړي د یوې خاصي غوراوي کمېټې له لوري غوره کیږي.
د یادولو وړ ده، چي ددې سیالیو په پيل کي د شهید اُستاد حمیدالله حمیدي، چي د سوک وهني فدراسیون جنرال سکرټر وو یاد هم تازه سو او هغه ته ټولو لوبغاړو د مغفرت دعا وکړه.
حمیدالله حمیدي د سوک وهني ملي فدراسیون سکرټر جنرال وو، چي ۳ اونۍ مخکي کابل کي د ناپېژانده وسلوالو له لوري په ډزو ووژل سو.