افغان تنکي فوټبال لوبغاړو د مرکزي آسیا سیالیو لپاره تمرینات پیل کړي دي.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

افغان ۱۶کلنه فوټبال ملي لوبډلي تاجکستان هیواد ته په خپل نوي سفر کي د مرکزي آسیا په سیالیو کي برخه اخلي.
دا سیالي د رواني جولای میاشتۍ په وروستیو کي پیليږي، چي د کوربه تاجکستان ترڅنګ پکښي قرغزستان، ازبکستان، ایران، افغانستان او ترکمنستان ۱۶ کلني ملي لوبډلي لوبیږي.
افغان ۱۶کلنه لوبډله خپله لومړۍ لوبه د جولای میاشتي پر ۲۶مه نېټه د ترکمنستان خلاف ترسره کوي.
ددې سیالیو څخه به غوره سوي لوبډلي د آسیا ۱۶کلنو جام سیالیو ته لاره پیدا کوي.
تېر کال د آسیا ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالیو کي تاجکستان او چاپان لوبډلي پایلوبي ته ووتل.
په یاده لوبه کي جاپان د آسیا جام اتلولي ترلاسه کړه.

بلخوا افغان فوټسال۲۰ کلني لوبډلي څه کم میاشت وړاندي د آسیا ۲۰ کلنو جام په سیالیو کي دوم مقام ترلاسه کړ او په پایلوبه کي یې د چاپان هیواد څخه ماتي وخوړه.
یاده لوبډله هیواد ته د رارسېدو سره سم، د هیوادوالو لخوا ښه وستایل سوه او ترڅنګ یې ولسمشر اشرف غني هم د لوبډلي سره ولیدل او د لوبډلي قهرمانیو ته یې په درنه سترګه وکتل او تنکي لوبغاړي یې نور هم ورزش ته وهڅول.