په کابل کي د والیبال روزونکو لپاره ۵ ورځنی کورس پاي ته ورسېد

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د مسئولینو په خبره د والیبال لومړۍ درجې دا ۵ ورځنی کورس تیره سې شنبه په کابل ولایت کي پيل سو وو، چي موخه ئې ورڅخه د والیبال د روزونکود وړتیاوو لوړول وه.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د والیبال په دې روزنیز کورس کي ۲۰نارینه او ښځینه روزونکو ګډون کړ وو، چي یادو روزونکو ته د نړیوال روزونکي یوسف صادقي او د لوبڅارانو د کمېټې مسئول فهیم صمیم له لوري زده کړي ورکول سوې.
ددې کورس د پاي په مراسیمو کي د اُلمپيک د ملي کمېټې سکرټر جنرال یونس پوپلزي، د بدني رزوني او ورزش ریاست فني رئيس فضل احمد فضلیار، د فدراسیونونو آمر اعظم کوني او د والیبال د ملي فدراسیون رهبري پلاوي ګډون کړی وو.
د ألمپيک د ملي کمېټې سکرټر جنرال یونس پوپلزي ددې کورس د جوړولو په اړه د والیبال له ملي فدراسیون څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه، چي نارینه او ښځینه والیبالرانو ته به په هیواد دننه او بهر د تمرینونو زمینه برابره کړي.
د بدني روزني او ورزش ریاست فني رئيس د روزني، مهارتونو او تخنیکونو په تړاو وږغېد او ټینګار ئې وکړ، چي ترلاسه سوي معلومات او مهارتونه به د نورو ځوانانو سره هم شریک کړل سي.
دا روزنیز کورس د والیبال نړیوال فدراسیون په لارښونه او د افغانستان د بدني روزني او ورزش ریاست په مالي همکارۍ ترسره سوه، چي پکښي ګډونوالو ۲۰ روزونکو د کابل، بلخ، بامیان، فاریاب، هرات، فراه، کندوز، ننګرهار، لغمان او غزني ولایتونو څخه ګډون کړی وو.
خبر: صابر حمیدي