کابل کې د ښځینه وو ترمنځ د باوولینګ لوبي ترسره وشوې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د مسئولینو په خبره د ښځینه وو ترمنځ د کابل منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د باوولینګ دوهم پړاو سیالۍ ترسره سوې، چي موخه یې ورڅخه د کابل منتخبې لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي په دې سیالیو کي ۱۵ ښځینه لوبغاړو ګډون کړی وو، چي له ډلي یې ۶ لوبغاړي د کابل منتخبي لوبډلي ته غوره کړل سوې.
د دوی په خبره، چي زحل بیات د ۴۶۷ نمرو په خپلولو سره لومړی مقام، سونیا سلطاني د ۴۰۶ نمرو په خپلولو سره دوهم مقام، مژکان حسیني د ۳۱۶ نمرو په خپلولو سره دریم مقام، هدیه سادات د ۲۹۴ نمرو په خپلولو سره څلورم مقام، صابره انتظار د ۲۷۵ نمرو په خپلولو سره پنځم مقام او مریم مهر بیا د ۲۶۹ نمرو په خپلولو سره شپږم مقام خپل کړ.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي یادي شپږ واړه مقام ګټونکي لوبغاړي د کابل منتخبې لوبډلي ته غوره سوې.

د ښځینه وو ترمنځ د باوولینګ دا سیالۍ په داسي مهال ترسره سوې، چي تیره اونۍ د نارینه وو ترمنځ هم د کابل منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه سیالۍ ترسره سوې.
خبر: صابر حمیدي