په کندهار ولایت کي د فوټسال لوبي د غوره تنکي لوبغاړو څخه د ۸ منتخبو لوبډلو ترمنځ د یادي لوبي لیګ پیل سو.
د کندهار د فوټسال کمېټې مسؤلین وايي چي په ورته وخت کي د ۶۵ نورو لوبډلو ترمنځ هم د یادي لوبي سیالۍ پیل سوي دي.
د دوی په وینا چي د دواړو ټورنمنټونو څخه یې هدف د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمي کلیزي ښه لمانځل دي.
دوی زیاتوي، چي ددې سیالیو څخه به د کندهار په نامه یوه منتخبه لوبډله جوړیږي او مرکز کابل ته به ځي او هلته به د فوټسال په ولایتي سیاليو کي برخه اخلي.
ددې سیالیو د پیل پر مهال د کندهار ولایت مقام استازو، د کندهار د ځوانانو چارو آمر او نورو ورزش کارانو خوښي وښودل.
دوی زیاته کړه، چي ددې سیالیو ترسره کول به نه یوازي ځوانان ورزش ته وهڅوي، ترڅنګ به یې د خپل ولایت او هیواد نوم هم لوړ وساتي.
دوی پر ځوانانو ږغ وکړ، چي ورزش ته مخه کړي.
په کندهار کي د فوټسال سیالیو ترڅنګ د فوټبال فدراسیون او د کرکیټ د خصوصي کلبونو لخوا هم په نږدې وخت کي د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ سیالۍ پیلیږي.