لیکنه: جین هوبلی لکوالټ
ژباړه: غازي عابد
کله چې د معاش یا تنخواه په اړه خبرې کوئ، نو ځینې خبرې یا (ویل) چې نه کول یې له کولو ښه دي. دغسې مهال احتیاط په کار دی، چې څومره باید مناسب وغږیدای شئ او تر څنګ چوپتیا هم نه په ده کار، ځکه که تاته دنده درکول کیږي، کار به ورته کوې، چې کار کوې او خولې توې کوې، نو مقابل کې باید پیسې درکړل شي.
په هر حال؛ کله چې د معاش په اړه غږیږئ دا خبرې مه کوئ:
۱- «زه ډیرو پیسو ته اړتیا لرم.»
د معاش په اړه بحث او خبرې دددې لپاره نه دي چې ګواکې تاسې ډیرو پیسو ته اړتیا لرئ او یا ډیرې پیسې غواړئ. باید بازار او په دې اداره کې ځای ته په کتو سره وغږیږئ. غوره ده دلته ستاسې په مهارتو، زده کړو، د دندې عنوان او موقعیت باندې حساب وشي. کله چې دا پورته شرایط موجود وي، بیا په خپله ارزښتناک کیدلی شئ.
مثلاً داسې ووایه: زه د دومره کار وړتیا لرم او هغه خلک چې په نورو ادارو او مارکیټونو کې زما غوندې کار کوي، هغوی ته لس افغانۍ معاش ورکول کیږي، نور خوښه ستاسې چې څنګه کوئ! ( دنده ستا د ډیرو پیسو لپاره نه ده)
۲- «زما مصارف ډیر دي.»
ستاسې لګښتونه چې ډیر وي هغه مو خپل کار دی. د بیسزنس یا ادارې او کمپنۍ په مدیر، مشر، رییس او ګمارونکي منیجر پورې څه اړه لري. که ته ورته وایې چې زه په دې مصارف کوم او په هغه یې کوم، دا ډول خبرې هیڅ مرسته نه شي کولی. د دندې د معاش په اړه خبرواترو کې شخصي مسایل راګډول ممکن مقابل شخص ته ستاسې په اړه مختلف تصورات ورکړي، چې هیڅ ښه او ګټور به نه وي. مثلاً کیدای شي تاسې مدیر ته داسې معرفي شئ چې خپله کورنۍ بودجه نه شئ مدیریت کولی یا شخصي مسایلو باندې حاکم نه یاست، نو دا کار به څنګه وکړی شئ؛ په دغسې مهال به ګمارونکی مدیر ستاسې په اړه دوه زړه شي چې ومو نیسي او کنه او په خاص ډول هغه مهال چې تاسې هلته د ادارې یا کمپنۍ د مالي مسوول په توګه دنده ترلاسه کول غواړئ.