د کپل دیو پر ژوند جوړیدونکي فلم کې رنویر سنګ کار کوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

په اوس وخت په هندي سینما کې په مشهور شخصیتونو، د هغوي په ژوند او چارو باندې د فلمونو جوړول مشهور شوي او دغه دود تیزۍ سره روان دی.
دا ځل مشهور فلم ستوری رنویر سنګ به د هند د کرکټ مشهور لوبغاړي کپل دیو په ژوند جوړیدونکي فلم کې کار وکړي.
په دغه فلم کې رنویر له ځانه کپل دیو جوړ کړی او هغه پوسټر هم خپور شوی چې په کې رنویر کټ مټ د کپل په څېر معلومیږی.
د بالیوډ سینما دغه تکړه فلم ستوري د خپلې ۳۴مې کلیزې پر مهال مینوالو ته ځانګړې تحفه ورکړې، نوموړي د خپل فلم (۸۳) لومړی پوسټر خپور کړی چې په کې نوموړی د کپل دیو په انداز کې ښکاري.
د فلم مینوال هم د رنویر د دغه تصویر په لېدلو سره بلکل حیرانیږي او داسې فکر کیږي چې رنویر د کپل جوړه ده.
د فلم ۸۳ ، لارښود کبیر خان دی.
په دغه فلم کې د هند د کامیاب او بهترین لوبغاړي کپل دیو ژوند او کرکټ او په کرکټ کې د نوموړي نه تکراريدونکی سفر انځوریږي.
د فلم په تړاو ویل کیږي چې زیات فوکس یې په ۱۹۸۳ کال کې د هند له لوري د نړیوال جام ګټل دي چې په هغه مهال کپل دیو د لوبډلې مشر یا کپټان وه.
زړه وړونکې خبره خو دا ده چې په دغه فلم کې به رنویر سنګ سره د نوموړي مېرمن ډپيکا پډوکون هم کار وکړي.
په هندي سینما کې د دې کامیابې جوړې دا لومړی ځل دی چې د فلم لارښود کبیر خان په فلم کې کار کوي.
په فلم کې ډپیکا پډوکون د کپل دیو د مېرمنې رول لوبوي، د دغې خبرې اعلان په ټولنیزو رسنیو کې خپله ډپيکا کړی.