سلمان خان ته د بندي کولو اخطار ورکړل شو

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندي سینما دبنګ په نامه مشهور فلم ستوري سلمان خان ته تیر کال اپریل میاشت کې د هند په راجیستان ایالت کې محکمې ۱۹۹۸ کال کې د فلم (هم ساتهـ ساتهـ هین) د شوټینګ پرمهال د غیر قانوني ښکار کولو او د هوسۍ د وژلو په جرم د پنځه کال بند او لس زره هندي روپۍ جرمانې سزا واوروله.
د محکمې له لوري د سزا د اورولو وروسته سلمان خان سمدلاسه زندان ته واستول شو او دوه ورځې یې زندان کې هم تېرې کړي.
زندان ته تر تګ وروسته سلمان  خان د پرېکړې خلاف په راجیستان ایالت کې محکمې ته د خپلې سزا کمولو وړاندیز وکړ او ترې وروسته سلمان خان په ضمانت له بنده خوشي شو.
محکمې د ۲۰۱۸ کال اپریل میاشت کې د سلمان خان ضمانت ومنلو او له زندانه یې د نوموړي د ویستلو حکم وکړ.
تر هغې وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د دغه قضيې د اورولو پر مهال سلمان خان مخته راغی او له محکمې یې د بهر تللو اجازې غوښتنه وکړه، چې ترې وروسته محکمې نوموړيته د فلمونو د شوټینګ لپاره له هېواده د بهر تللو اجازه هم ورکړه او راتلونکي یو کال لپاره یې د پرېکړې اورولو لپاره د استثناء وبللو.
خو اوس بیا محکمې سلمان خان ته د پرېکړې د اورولو پر وخت د غیرې حاضرۍ له امله د استثنا د ختمولو اخطار ورکړی او ویلی یې دي که په راتلونکي ځل د پرېکړې د اورولو پر مهال حاضر نه وي نو ضمانت به یې منسوخ کړي او ترې وروسته به یې زندان ته واستوي.
د ټایمز اف انډیا د خبر له مخې د غیرې قانوي ښکار د قضي پرېکړه اټکل وه چې سلمان خان باید په هر حال ځان محکمې ته حاضر کړی وه خو دا چې حاضر نه شو نو وکیلانو یې په محکمه کې بخښنه وغوښته او ویې ویل چې نه شي کولی خپل مؤکیل محکمې ته وړاندې کړي.

د سلمان خان د وکیلانو له لوري د بخښنې غوښتلو وروسته محکمې د افسوس په ښکاره کولو سره پر وکیلانو یې ټینګار کړی چې په راتلونکي ناسته کې سلمان خان حتمي او ضروري حاضر کړي.
محکمې د قضي د راتلونکي پرېکړې د اورولو لپاره تر سپټمبره موده غځولې او اخطار یې ورکړی که په راتلونکي ناسته کې حاضر نه شو نو ضمانت به یې منسوخ کړي.
د یادولو ده چې په دغه قضیه کې سلمان خان د تیر ۲۰۱۸ د اپریل ۵ او ۷مې نېټې په شمول د ۱۹۹۸ کال راهیسې ټول ۲۰ ورځې بند تېر کړی.
په ۲۰ کاله پخواني غیر قانوني ښکار په قضیه کې د سلمان خان سربېره د سیف علي خان، تبو، سونالي بدندری او نیلم نومونه هم شته.
پر سلمان خان د دوو هوسیو د وژلو تور و خو نور فلم ستوري بیا په دغه کیسي بې ګناه بلل شوي دي.