د امریکا د ښځو فوټبال لوبډلي د ۲۰۱۹ کال د ښځینه وو فوټبال نړیوال جام اتلولي ترلاسه کړل.
پرون په فرانسه کي د ښځو د نړیوال جام په پایلوبه کي هالینډ (نیدرلینډ) د امریکايي لوبډلي څخه ۲ پر صفر ماته وخوړه او د جام دوهم مقام لوبډله سوه.
په نیمه پایلوبو کي له امریکايي او هالینډ لوبډلو څخه د سویډن او انګلینډ لوبډلو ماتې وخوړې.
د پایلوبي څخه مخکي د سویډن او انګلینډ د لوبډلو ترمنځ د دریم مقام لپاره لوبه ترسره سوه، چي سویډنۍ لوبډلي انګلینډ ته ۲ پر ۱ ماتي سره د نړیوال جام دریم مقام ترلاسه کړ.
امریکا په دې سره د ښځینه وو فوټبال جام اتلولي د ۴ ځل لپاره ثبت کړه او د ښځینه وو فوټبال جام تر ټولو ډېره اتلولي هم د امریکايي لوبډلي په نامه ده.
امریکايي میګان راپینو د نړیوال جام تر ټولو غوره لوبغاړې انتخاب سوه.
همداراز میګان د نړیوال جام تر ټولو د ډېرو ګول وهونکي جایزه هم ترلاسه کړه.
پدې نړیوال جام کي هالینډۍ ساري وان وینینډال غوره ګول وهونکې او جرمنۍ جیولیا ګوین تر ټولو د ځواني لوبغاړي جایزې خپلي کړې.
د ښځینه وو په دې نړیوال جام کي ټول ټال ۲۴ لوبډلي په ګروپي شکل ولوبول سوې، چي په یادو ۲۴ لوبډلو کي ۹ اروپايي، ۶ امریايي، ۵ آسیايي او درې افریقايي لوبډلي او یوه هم نیوزلینډۍ لوبډله وه.
د ښځینه وو فوټبال جام له نن څخه ۲۸ کاله مخکي د فوټبال د نړیوالي ادارې یا فیفا لخوا رامنځ ته سو، چي د نارینه د فوټبال د نړیوال جام په څېر په څلورو کلنو کي یو ځل ترسره کیږي.
له ۱۹۹۱ کال راهسي امریکا څلور ځلي، جرمني دوه ځلي، چاپان او ناروې یو یو ځلي د ښځو د فوټبال نړیوال جام ګټلئ دئ.