ژباړه: عطا محمد میاخېل
څېړنو ښودلې، ډېری هغه کسان، چې له کتاب او کتاب لوستنې سره مینه او لېوالتیا لري، داسې والدین یې لرل، چې د ماشومتوب په دوران کې یې هغوی ته د کیسه لوستنې پرمهال ښې او خوږې شېبې جوړولې. که مو خوښېږي، چې ماشوم مو کتاب لوستونکی شي، باید داسې یو کار ترسره کړئ، ترڅو مطالعه د هغه له نظر یوه بریالۍ او خوندوره تجربه وي. هڅه وکړئ، چې هره ورځ یا لږ تر لږه په اوونۍ کې څو ځله خپل ماشوم ته کتاب ولولئ او دا کار مو عادت وګرځوئ.
په هغه صورت کې، چې ماشوم مو له کتاب لوستنې سره مینه نه لري یا تاسو د والدینو په توګه د ورځې په اوږدو کې دې کار ته فرصت په پام کې نیسئ، هڅه کوم، چې په دې مقاله کې تاسو په هغو تګلارو باندې پوه کړم، چې په وسیله یې خپل ماشوم کتاب لوستنې ته لېوال کړئ او په عین حال کې د ځینو والدینو ناسمو چلندونو ته اشاره کوو، چې د دې سبب ګرځي، ماشوم له کتاب لوستنې څخه لرې شي.
۱ ـــ داسې کتابونه وټاکئ، چې د ماشوم د مینې او لېوالتیا له کچې سره سمون ولري، دغه راز ښکلی ظاهر او جذاب انځورونه ولري. د ماشوم لومړني کتابونه باید لنډ او یوازې څو پاڼې ولري. په هغو موضوعاتو باندې پکې تمرکز شوی وي، چې د ماشوم له نړۍ سره نږدې دي.
۲ ـــ د ماشوم وختونه په هغو کتابونو سره ډک کړئ، کوم چې د هغه د پام وړ موضوعاتو باندې پکې بحث شوی وي. د بېلګې په توګه: که ستاسو ماشوم له ډایناسور سره مینه لري، هغه کتابونه ورته چمتو کړئ، په کومو کې، چې د ډایناسور په اړه معلومات خپاره شوي وي. دا کار یې د هغې د زیاتې پوهېدنې لپاره وهڅوئ.
۳ ـــ د کیسه لوستنې لپاره یو ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ. دا چاره په ځانګړې توګه د نویو په پښو راغلو ماشومانو لپاره ډېره زیاته مهمه ده. د کیسه لوستنې وخت نباید ډېر اوږد وي. په دې وخت کې تر هرڅه زیات کیفیت مهم دی، خو هڅه وکړئ، چې هغه د یوه منظم ورځني پروګرام په بڼه وڅارئ.
۴ ـــ داسې کتابونه وټاکئ، چې په خپله د هغو له لوستنې څخه خوند اخلئ، ځکه ستاسو د لېوالتیا نه شتون، په څرګند ډول ستاسو د خبرو په بڼه کې انعکاس پیدا کوي.
۵ ـــ په یاد ولرئ، تر ډېره د ماشومانو د اورېدو کچه د هغوی د لوستنې له کچې څخه لوړه ده، نو فکر مه کوئ، ښایي ستاسو ماشوم د عمر له پلوه د (الف) په ډله کې شتون لري، د هغو ماشومانو د کتابونو له اورېدو څخه خوند وانخلي، کوم چې د (ب) یا (ج) ډلو کې شتون لري.
۶ ـــ له لوستلو مخکې تل د کتاب د عنوان او لیکوال په اړه معلومات ورکړئ.
۷ ـــ کومه کیسه، چې لولئ، نو په خپل ذهن کې یې مجسمه کړئ. منظرې په خپل ذهن کې ووینئ، حتا کله چې کتاب هېڅ انځور نه لري. دا کار د دې سبب ګرځي، چې کیسه په ښکلې او واضحه توګه بیان کړئ.
۸ ـــ د لوستلو پرمهال له تنوع څخه ګټه واخلئ، له کیسې سره سم خپل غږ لوړ او ټیټ کړئ، د خپلو لاسونو او د مخ د غړو په وسیله بېلابېلې اشارې ولرئ. دا ټول تاسو او ستاسو له ماشوم سره د کیسې په جذابه کېدو او په زړه پورې کېدو کې مرسته کوي.
۹ ـــ کوچني ماشومان، چې لا یې ښوونځي ته د تګ عمر نه وي پوره کړی، د زده کړې، لوستلو او لیکلو لپاره ډېر زیات هیجاني وي، ځکه چې هغوی له یوه ستر ماشوم څخه لوړ پړاو ته رسوي، په همدې دلیل هغه والدین، چې د کتاب لوستنې پرمهال له هیجان او د غږ له لوړوالي او ټیټ والي څخه ګټه اخلي، نو د خپل ماشوم راتلونکې کتاب لوستنه یې تضمین کړې ده. د ماشوم د ذهني ودې او پیاوړتیا لپاره، غوره ده، چې د کتاب لوستنې پرمهال له کیسې څخه ځینې پوښتنې مطرح کړئ او ماشوم ته د ځواب ورکونې فرصت ورکړئ، له ماشوم سره په دلیل او منطق سره خبرې وکړئ او د ماشوم تخیل او حواس بوخت کړئ. کله چې د ماشوم لپاره د کیسو کتاب لولئ، نو له هغه څخه د ( چېرته او څه ) په اړه پوښتنې وکړئ او ځواب ورکړئ، ترڅو په ماشوم کې د ولې ذهن رامنځته شي. د کتاب لوستنې پرمهال د لوبې په بڼه د پوښتنو مطرح کول، د دې سبب ګرځي، چې ماشوم په لا ډېر دقت سره کتاب لوستنې ته دوام ورکړي. د ځواب ورکونې لپاره د هغه تفکر او هڅه، د فکر ودې زمینه یې برابره او استعدادونه یې پیاوړي کړي.
۱۰ ـــ له کتاب لوستنې وروسته، له ماشوم سره په ملتیا کولو سره، د لوبو په وسایلو، یا په ناوکیو سره یې د کیسې د شخصیتونو رول ولوبوئ. په لوبه کې، په خلاقیت سر بېره د تخیل ځواک یې هم روزل کېږي.
۱۱ ـــ د هغو ماشومانو لپاره، چې له یوازې ویده کېدو سره ستونزه لري، ښه ده چې له ویده کېدلو څخه مخکې کتاب ولولئ، خو یوازې د ویده کېدو پرمهال کتاب مه لولئ. د کتاب لوستنې لپاره، تر ټولو غوره وخت، هغه دی، چې ماشوم خوشاله او تازه وي.
۱۲ ـــ د شرمېدونکو ماشومانو لپاره، زموږ یو له وړاندیزونو څخه د کتاب لوستل او د موبایل په وسیله د غږ ثبتول دي، ترڅو وروسته ورته غوږ ونیسي، د خپل غږ اورېدل کولای شي، د خپلو کمزورتیاوو د پېژندنې، د هغو د لرې کولو او د ډېرو کسانو په وړاندې د خبرو کولو لپاره، په ځان باندې د ماشوم باور زیات کړي. په ټولیزه توګه، له کیسو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شو، د ماشوم ډېری ستونزې له منځه یوسو.
۱۳ ـــ که د کومې پوښتنې په ځواب باندې نه پوهېږئ، نو غوره ده، چې ماشوم ته ووایئ، چې نه پوهېږم او له کتاب څخه یې پیدا کړئ، په دې ترتیب دا څرګندوئ، چې کولای شو، له کتاب څخه ډېر زیات په زړه پورې معلومات ترلاسه کړو.
۱۴ ـــ ماشومان وهڅوئ، چې له یو بل سره په ګډه کتاب ولولي. لږ څه ستر ماشومان کولای شي، خپلو کوچنیو خویندو او وروڼو ته کتاب ولولي. دا کار د لوستونکي، اورېدونکي او ستاسو په ګټه دی.
۱۵ ـــ کتاب ولولئ او پرېږدئ، ماشومان مو وویني، چې تاسو هم کتاب لولئ، د دې لپاره، چې ماشومان په کور کې د مطالعې خاوندان وي، باید یوه چلندیزه بېلګه ولري، چې په کور کې مطالعه کوي، که تاسو د مطالعې خاوند نه یاست، نباید دا تمه ولرئ، چې ماشومان مو د مطالعې خاوندان شي، هغه څه ته، چې ماشوم مو اړتیا لري، دا دی، چې وګوري په ترتیب سره د مطالعې لپاره ډېر زیات وخت په پام کې نیسئ.
۱۶ ـــ د ماشومانو لپاره دا مشخصه کړئ، چې کتاب لوستنه د دوی لپاره څه ګټه لري، د لوستلو لپاره عملي دلیلونه راوړئ. ماشومان په ډېرې سختۍ سره کولای شي، چې د لوستلو او ورځنیو فعالیتونو ترمنځ اړیکه ټینګه کړي، په ځانګړې توګه که لوستل یوازې درسي فعالیت وګڼي، حتا یو ساده پېر (خرید) هم لوستلو ته اړتیا لري، نو د لاندې تګلارو په مرسته ماشوم به مو دې ته متوجه شي.
ـــ له خپلو ماشومانو څخه وغواړئ، چې د شیانو ځای د هغو نښو د لوستلو په وسیله پیدا کړي، چې په دېوال باندې ځړول شوي.
ـــ د کالیو وینځلو د بېلابېلو پوډرو او دې ته ورته نورو شیانو نښې د منځپانګې ( محتویاتو ) او اندازې له مخې پرتله کړي.
ـــ هغه سوداګریزې نښې، چې پېژني یې ور وې ښایئ.
ـــ له خپل ماشومانو څخه وغواړئ، د هغو معیارونو پر بنسټ، چې ترې یادونه ورته کوئ، د یوه محصول لپاره یوه مشخصه نښه پیدا کړي.
ـــ کله چې په کور کې اجناس ځای پرځای کوئ، له خپلو ماشومانو سره خبرې وکړئ، چې لوستل له تاسو سره څنګه مرسته کوي، چې ښه پېر وکړئ.
۱۷ ـــ ځینې والدین داسې دي، کله چې ماشوم یې یو کتاب ولولي، نو په مکافاتو کې هغه ته دا اجازه ورکوي، چې ټلویزیون ننداره کړي، خو نا خبره له دې، چې مطالعه پخپله مکافات ګڼل کېږي، په دې کړنې سره هغوی ته دا پیغام ورکوي، چې د دوی مکافات مطالعه نه، بلکې د ټلویزیون ننداره کول دي.