روهیت شرما په یوه نړیوال جام کې د پنځو سلیزو ریکارډ جوړ کړ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: عبدالله عادل
روهیت شرما تېره ورځ په نړیوال جام کي خپله پنځمه سلیزه جوړه کړه او په دې سره یې د سریلانکا د مخکني لوبغاړي کمار سنګاکارا ریکارډ مات کړ.
روهیت همدا راز تر سچن ټنډولکر وروسته دوهم هندی لوبغاړی سو چي په یوه نړیوال جام کي له ۶۰۰ څخه زیاتي منډي جوړوي.
په روان نړیوال جام کي د شرما مخه نیول مشکل دي تېره ورځ بیا د نوموړي ورځ وه دا ځکه چي په روان نړیوال جام کي یې خپله پنځمه سلیزه جوړه کړه او په دې سره یې د ریکارډونو په کتاب کي خپل نوم ثبت کړ.
۳۲ کلن هندي توپ وهونکي شرما دا کارنامه پرون شنبه د هند په ګټه د سریلانکا پر وړاندي د لیګ په وروستۍ لوبه کی وکړه شرما په روان جام کي پرون د سریلانکا خلاف ۱۰۳ منډي جوړي کړې چي دا یې په روان نړیوال جام کي پنځمه سلیزه وه په کومي سلیزې سره چي یې د سریلانکا د مخکني توپ وهونکي سنګاکار ریکارډ مات کړ سنګاکار په تېر ۲۰۱۵ نړیوال جام کي څلور سلیزي جوړي کړي وې چي نن یې یاد ریکارډ د شرما پواسطه مات سو.
روهیت شرما په لوبه کي ۱۰۳ منډي جوړي کړې چي یادو منډو کي یې ۱۴ څلوریزي او ۲ شپږیزي شاملي وې، شرما په روان جام کي د افریقا خلاف (۱۲۲) د پاکستان خلاف (۱۴۰) د انګلنډ خلاف ( ۱۰۲) د بنګلدېش خلاف (۱۰۴) او پرون شنبه یې د سریلانکا خلاف (۱۰۳) منډي جوړي کړې.
Rohit sharma (2).jpg
همدا راز شرما د روان نړیوال جام په ډيرو منډو جوړونکو کي تر شکیب هم وړاندي سو ، شکیب ۶۰۶ منډي جوړي کړي وې او روحیت خپلي منډي تر ۶۴۷ پوري و غځولې.
همدارنګه روهیت دوهم هندی لوبغاړی سو چي په یوه نړیوال جام کي ۶۰۰ منډي ترسره کوي له شرما وړاندي سچن په ۲۰۰۳ کال نړیوال جام کي ۶۷۳ منډي جوړي کړي وې.
باید یادونه وکړو چي روهیت شرما لا هم لوبي په مخکي لري او دا ورته ښه موقع ده چي اوسنی ریکارډ لا ټينګ کړي او یا مخته ولاړ سي او نور ریکارډونه هم په خپل نامه کړي.