لیکنه: عبدالله عادل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر ګلبدین نایب وروسته له هغه چي په لوبډلمشرۍ یې افغان ملي لوبډله په روان نړیوال جام کي له نهه پرلپسې ماتو سره مخ سوه د لوبغاړو پر فیټنیس یې نیوکه کړې ، نوموړي فيټنیس په نړیوال کرکټ خورا مهم بللی او په وینا یې چي لوړ او مسلکي کرکټ لپاره فيټنیس یو تر ټولو مهم معیار دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام تېره ورځ پنجشنبه د ویسټ انډیز خلاف په ماتي سره پای ته ورساوه .
د افغانستان په نهه واړه لوبو کي د ډګرساتني په برخه کي ضعف تر سترګو کېده ، کېچونه او رن اوټونه میس کېدل په دې معنا چي د افغانستان توپ ټولونه د لوبېدونکو نورو لوبډلو په پرتله ډېره ضعیفه وه .
ګلبدین نایب تیره ورځ د ویسټ انډیز خلاف تر لوبي وروسته له رسنیو سره په خبرو کي په دې اړوند وویل:
”فیټنیس یوه لویه ستونزه ده،که چیري ته مسلکي کرکټ کوې نو باید چي په هره برخه کي ۱۰۰ سلنه جوړ واوسې که جوړ (فیټ) ونه اوسې هیڅ څه به ښه ترسره نسي “
”موږ په دا نړیوال جام کي ډېر څه زده کړه او په دې پوه سوو چي موږ څه ته اړتیا لرو چي ورباندي کار وکړو. موږ به مثبت څه واخلو او سخته خواري به وکړو، موږ د یوې لوبډلي په توګه په لږ وخت کي ډېر څه ترلاسه کړه تر نړیوال جام وروسته دا د کرکټ پای ندئ. “
د نړیوال جام په وروستۍ لوبه کي چي افغانستان له ویسټ انډیز سره ترسره کړه ځوان ویکټ ساتونکي اکرام عليخېل چي د خوږ سوي لوبغاړي شهزاد پر ځای د لوبډلي سره یو ځای سوی وو ښه وځلېدو او ۸۶ منډي یې جوړي کړې ددې تر څنګ یې د رحمت شاه سره پر دوهمه ویکټ د ۱۳۳ منډو ملګرتیا ترسره کړه چي د یادي ملکرتیا په مټ افغانستان د ویسټ انډيز خلاف د هدف په لټه کي ۲۸۸ منډي جوړي کړې چي دا په نړیوال جام کي د افغانستان له لوري تر ټولو ډيري منډي وې.
لوبډلمشر ګلبدین نایب د اکرام په اړه ډېره خوشبینه دئ.
نایب:
”اکرام ښه ولوبېد، دا چي هغه سلیزه پوره نکړه ورباندي خپه یم ځکه دا د هر لوبغاړي لپاره د ویاړ ځای وي ، اکرام په تیرو دوو یا دریو کلنو کي ډېر کرکټ کړی او خپل ځان یې تر دې ځایه رسولی. موږ راتلونکي ته ډېر ځوان لوبغاړي لرو کوم چي د لوبډلي او هیواد لپاره یو زیری دی. “
ټول په دې پوهیږي چي د کرکټ په لوبه کي د توپ وهني او توپ اچوني تر څنګ یو مهم شرط ډګرساتنه هم ده چي د یوې لوبډلي په بریا او ښه ځلېدو کي مستقیم اغېز لري همدا ډول ښه ډګرساتنه له توپ اچونکو سره د ښې توپ اچوني لپاره مرسته کوي او همدا راز بیا توپ وهونکي ته ستونزي جوړوې.
د افغانستان کرکټ لوبډلي دا مهمه برخه ښه سمبال نکړه او تقریباً هره لوبه کي اضافه منډي ورکړل سوې او تر څنګ یې مهم کېچونه خطا سول چي په هغو کښي یو یې د انګلنډي لوبغاړي مورګن وو چي دولت ځدران یې کېچ میس کړ او وروسته مورګن په یوه انننګز کښي د ډیرو شپږو ریکارډ جوړ کړ.