لیکنه : عبدالله عادل
د ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو نړیوال د انګلستان په هیواد کي روان دی چي تر دا مهاله یې زیاتي لوبي ترسره سوي او کمي یې پاته دي.
د انګلستان هیواد پیچونه یا ویشتنځایونه چټکو توپ اچونکو ته ډېر مساعد دي او پر همدې بنسټ برخوالو لسو واړو لوبډلو په خپل ترکیب کي تر ډېره چټکو توپ اچونکو ته ځای ورکړی .
په لیکنه کي د روان نړیوال جام د پنځو چټکو توپونو په اړه درته معلومات درکوو چي په څومره چټکتیا او د چا له لوري اچول سوي.
پنځم : وهاب ریاض
پاکستاني وهاب ریاض یو ځل بیا هم په خپلي چټکي توپ اچوني سره د ټولو فکر ځان ته اړولی ، په حقیقت کښي وهاب په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کي د شین واټسن پر وړاندي په خپلي بهتریني توپ اچوني سره پېژندل کیږي.
په روان نړیوال جام کي وهاب ریاض په ۱۴۹ چټکتیا سره توپ اچولی چي په پنځم مقام کي یې نوم ثبت سوی.
څلورم: لوکي پیرګسن
پیرګسن هم په روان نړیوال جام کي خورا چټک توپونه ترسره کړي او مقابل توپ وهونکي یې د خپل توپ په چټکتیا سره د ستونزو سره مخ کړي.
دغه ښی لاسي نیوزلنډي توپ اچونکي په نړیوال جام کي د خپلي لوبډلي لپاره خورا ښه توپ اچونه ترسره کړې او په ۷ لوبو کي ۱۷ ویکټي ترلاسه کړي .
په روان نړیوال جام کي یې تر ټولو چټک توپ په ۱۵۲ کیلومتر پر ساعت سره د پاکستان خلاف ترسره کړی.
دریم: میچل سټارک
د اسټرالیا دغه مشهور او چټک توپ اچونکی په ۲۰۱۵ کال د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کي تر ټولو ډیري ویکټي ترلاسه کړي وې او په روان نړیوال جام کي بیا هم تر اوسه مخکښ توپ اچونکی دی ، په دا کال کي د سټارک له لوري په ۱۵۲ کیلومتر پر ساعت باندي توپ اچول سوی چي په دریم مقام کي یې ځانته ځای جوړ کړی.
دوهم : جوفرا ارچر
د انګلستان هیواد لپاره لوبېدونکی دا ځوان او ډېر چټک توپ اچونکي د خپل توپ په سرعت سره ټول حیران کړي د خپل جګ قد څخه په استفادې سره ارچر خورا ښه توپ اچونه ترسره کړې.
د ارچر توپ په روان نړیوال جام کي د چټکو توپونو په کتار کي دوهم مقام لري چي په ۱۵۳ کیلومتر پر ساعت یې ترسره کړی.
لومړی : مارک ووډ
مارک ووډ هم د انګلستان هیواد چټک توپ اچونکی دی ، که څه هم مارک له کمي فاصلې څخه منډه اخلي خو بیا هم ډېر چټک توپ ترسره کوي .
په روان نړیوال جام کي تر ټولو چټک توپ هم مارک ووډ ترسره کړی چي سرعت یې ۱۵۴ کیلومتر پر ساعت باندي دی.
د پورته توپ اچونکو تر څنګ په روان نړیوال جام کي نور چټک توپ اچونکي هم سته چي په خورا چټک سرعت سره یې توپ اچونه ترسره کړې.
۱۵۴ د روان نړیوال جام تر ټولو چټک توپ دی وبه لېدل سي چي تر پایه همداسي پاتیږي او کنه دا ریکارډ د بل توپ اچونکي په واسطه ماتیږي .