ژباړه: آلماء افغان
زیتون د نړۍ د هغو مناسبو غوړو له جملې دي چې هم د پوستکي د ښکلا او هم د بدن د سلامتیا لپاره ترې استعفاده کیږي.
ترڅنګ یې د زیتونو غوړي مو د پوستکي په ساتلو او سلامتیا کې ډیر ګټور محصول دي چې کلونه، کلونه کیږې ماډلانې او هنرمندانې يې د مخ د ښکلا لپاره استعمالوي نو که تاسې هم د پوستکې د ښکلا او سلامتیا په هیله یاست، د زیتون غوړي حتماً استعمال کړئ.
د روښانه او سالم پوستکي د لرلو لپاره د زیتون غوړي په لاندې شکل استعمال کړئ:
۱.د زیتونو په غوړو سره حمام وکړئ
کله چې تاسو شاور اخلئ نو ښه ده چې د غذا خوړلو په قاشوغه په یو سطل اوبو کې دوه یا درې قاشوغې د زیتون غوړي اضافه کړئ او وروسته پرې سرو ځان ومینځئ.
دا چاره مو د پوستکي د تازه والي، سلامتیا او ځوان ساتو کې ډیر رول لري همدارنګه نه پریږدي چې د پښو او لاسونو د بندونو په درد اخته شئ.
په حمام کې د زیتونو د غوړو څخه استفاده مو د بدن پوستکی نرموي او هم په یو ځل مو ټول بدن ته د زیتون غوړي رسیږي.
هڅه وکړئ چې هر کله حمام کوئ د خپل پوستکي د نرم، ځوان او روغ ساتلو لپاره د زیتونو غوړو څخه ګټه واخلئ.
۲. آرایش مو پرې پاک کړئ
موږ خوښوو ډیر کله سینګار وکړو او تر ډیره مو بیا هڅه دا هم وي چې سینګار مو باید پاک کړو، کله چې تاسو کړی سینګار پاکوئ ډیر کله داسې قیمتي او اصیل سینګار توکې هم وي چې په اسانۍ له مخ څخه نه پاکیږي همدا لامل وي چې مخ مو د وخت په تیریدو سره خرابیږي.
ددې لپاره چې غواړئ د مخ سینګار مو په سم شکل او په بشپړه توګه پاک شي ښه ده چې د زیتونو له غوړو استفاده وکړئ.
د پنبې یوه برخه یا دستمال راواخلئ او د زیتونو په غوړو يې لوند کړئ او وروسته په آرامه پرې خپل مخ پاک کړئ.
د سینګار کولو وروسته د مخ په سم ډول د پاکولو یواځینۍ ګټه دا وي چې پوستکی دې ته اماده کیږي چې سم تنفس وکړي او د مخ د خرابیدو زمینه مساعده نشي.
پر مخ د هر راز سینګار ان د اوبو ضد درمل هم کولای شئ د زیتونو په غوړو پاک کړئ.
۳. نوکان مو پرې قوي کړئ
ډیری وګړي د نوکانو د ماتیدو د ستونزې کړیږي او ددې د حل لپاره د بیلابیلو درملو او ویټامینونو څخه ګټه اخلي.
خو؛ هیڅ اندیښنه مه کوئ دا چاره ډیره ساده ده د زیتون غوړي په یو لوښي کې واچوئ او دومره يې تاوده کړئ چې لاس مو ونه سوځوي.
بیا پکې د لسو دقیقو لپاره خپل نوکان داسې وخوروئ لکه مینځئ يې دا چاره څو ځلې تکرار کړئ بیا به هیځکله د نوکانو د ماتیدو څخه شکایت نه کوئ.
۴.د سترګو لاندې تورې حلقې او ګونځې مو د لمنځه یوسئ
ډیری وکړي دا هم خوښوي چې ځوان پاتې شي او د سترګولاندې راوتلې حلقې او ګونځې د لمنځه یوسې اندیښنه مه کوئ که د ګران بیه کریمونو د اخیستلو توان نلرئ د زیتون غوړي يې آسانه لاره ده تاسو کولای شئ زیتون او ویټامین اي ګولۍ سره یو ځای کړئ او سهار وروسته د خوب څخه د ویښیدواو شپې مخکې د بیدیدو همدا مخلوط د سترګو لاندې ووهئ، دا کار څو ورځې پرله پسې تکرار کړئ ځکه؛ پدې ډول تاسو کولای شئ د مخ خطونه نرم او هوار کړئ.
دا چاره تر هغې ترسره کړۍ ترڅو مو د مخ ګونځې مخ په کمیدو شي.
۵.د مخ د ښکلا او نرمښت لپاره
که تاسو د پوستکې د ځلا او نرمښت هیله لرئ نو د زیتونو له غوړو جوړ شوی ماسک استفاده کړئ، که ستاسو مخ پوستکی عادې یا وچ وي دا ماسک پرې ډیره ښه اغیزه کوي.
د هګۍ زیړ او یوه کاشوغه زیتون غوړي سره مخلوط کړئ او وروسته يې پرمخ وموښئ او دا ماسک لس دقیقو لپاره پرمخ پریږدئ خو پام مو وي چې د دې ماسک د استعمالولو وړاندې مخ په تړمو اوبو ومینځئ او د ماسک د پاکولو وروسته يې په سړو اوبو ومینځئ وروسته به تاسو خپله پوه شئ چې مخ مو څومره روښانه او ځلا لرونکی شوی.
همدارنګه که مخ مو تیزو لمرونو سوځولی وي له دې وجې چې تاسو د لمر ضد کریم نه درلود اندیښنه مه کوئ د سرکې او زیتونو غوړو په مخلوط سره دا ستونزه حل کړئ.
تاسو کولای شئ یوه اندازه د زیتون غوړي او په کمه اندازه سرکه سره ګډه کړئ او وروسته يې پر مخ وموښئ تر لسو دقیقو پریښودلو وروسته مخ ومینځۍ په دې ډول به مو مخ بیرته لومړي حالت ته راشي.
ډیری به فکر کوي چې سرکه تیزه ده او مخ سوځوي خو سرکه په حقیقت کې د میکروب ضد ده، نه پریږدي چې پرمخ مو میکروب پریږدې په دې ماسک سره به په ډیرې اسانۍ هغه ستونزه حل کړئ چې د لمر ګرځیدو له وجې درته مخ سوځول شوی وو.
همدا شان که په مخ مو بخار یا دانې وي کولای شۍ د زیتون غوړي او مالګه سره یوځای کړئ او وروسته يې پر مخ وموښئ دا مخلوط تر پینځه دقیقو پر مخ پریږدئ د وخت به تیریدو سره به د مخ د دانو او بخار څخه بې غمه شئ.
۶.د ویښتانو درملنه مو وکړئ
که ستاسو ویښتان ماتیږي یا خوره لري هیڅ اندیښنه مه کوئ ددې لپاره ډیره اسانه درملنه شته د یو کورنی ماسک په جوړولو مو دا ستونزه د تل لپاره د لمنځه یوسئ.
د هګۍ زیړ، یو عدت لیمو او دومره اندازه د زیتون غوړي چې ستاسو د سر ټولو ویښتانو ته رسیږي (د اندازې وړ) سره ګډ کړئ او وروسته يې په ویښتانو وموښئ او تر پینځلس دقیقو پورې يې پریږدئ چې ویښتان مو دا مواد ښه جذب کړي بیا يې په شامپو پریمنځئ او د وخت په تیریدو سره مو په ویښتانو کې مثبت بدلون وګورئ.