ژباړه: آلما افغان
خرما د هغو میوو له ډلې ده چې زیاتره په تودو سیمو کې پیدا کیږي او په ټولو هیوادونو کې د خلکو لخوا ډیره استعمالیږي، کجوري یا خرما په دوه ډوله دي چې یو ډول يې تازه او بل ډول يې وچې وي هغه چې ګونځې يې کړي وچې کجوري او هغه چې هوار پوستکی لري تازه خرما ده.
ځینې خرما ګانې کوچنی او ځینې يې لوی حجم لري همدارنګه په رنګ کې هم سره توپیر لري چې هز ډول يې په ښار کې پریمانه ترلاسه کولای شئ.
د کجوري مصرف په امیندوارۍ کې
د امیندوارۍ پرمهال د کجورو خوړل هم مور او هم ماشوم ته ګټور دي، په خرما کې شته قند مور او ماشوم ته انرژي ورکوي او په بدن کې وینې ته تغیر ورکوي.
د امینوارۍ پرمهال تاسو ډیره اندازه انرژۍ ته اړتیا لرئ چې مصرف يې کړئ نو ښه ده چې هره ورځ یو اندازه خرما وخورئ ترڅو مو په بدن کې انرژي تامین شي.
د زیږون پرمهال د زیانونو مخنیوی
خرما د فولیت یوه ښه منبع ده او فولیت ماشوم د مغز او نخاع له زیانونو ژغوري.
د نوې زیږیدلي ماشوم د ویټامین کا تامین
ویټامین کا په لخطه کیدو او هډوکو جوړولو کې مرسته کوي، نوې زیږیدلې د ویټامین کا د کمښت سره پیدا کیږي، که چیرې مور کجورې مصرف کړي کولای شي نوې زیږدلي ماشوم ته د شیدو ورکولو پرمهال د ضرورت وړ ویټامین ورکړي.
د وینې د کمښت څخه مخنیوی
خرما کولای شي د امیندوارۍ پرمهال د ضرورت وړ اوسپنه د وینې د کمښت لپاره د امیندوار په حین حال کې ذخیره کړي.
د اوبو او مالګې تعادل ساتل
کجوري د پوتاشیم لرونکي دي کوم چې په بدن کې اوبه او مالګه ساتي، د وینې فشار کنټرول کوي او د عضلاتو د ستونزو مخنیوی کوي، ددې معدنې موادو کمښت په بدن کې د پښتوروګو ناروغي منځته راوړي.
د خرما ګټې د هډوکي او غاښونو د ودې لپاره
مګنیزیم د معدني موادو یوه بله ضروري منبع ده چې د نویو زیږیدلو ماشومانو د غاښونو او هډوکو په جوړښت کي مرسته کوي، همدارنګه د وینې قند او د وینې فشار منظم کوي.
خرما په بدن کې د مګنیزیم د کمښت مخه نیسي او که چیرې په بدن کې مګنیزیم لږ شي نو انسان د هډوکو او غاښونو په بیلابیلو ناروغیو اخته کوي.
د خرما ګټې د روماتیزم لپاره
لکه څنګه چې مو وویل خرما د مګنیزیم موادو درلودونکې ده نو دا میوه د خپلې ځانګړنې له مخې د التهاب ضد هم ده.
ددې میوې استعمال په بدن کې د میکروب ضد ده همدارنګه د مزمنو التهابونو لکه ارتریت او الرژي په وړاندې مقاومت کوي.
او دې ته اجازه نه ورکوی چې یو انسان دې په روماتیزم اخته شي.
خرمااو ترای ګلیسراید
خرما د قوي انټې اکسیدان، د کاروتنوئیدونو، پلې فنلونو او آنتوسیانین له جملې څخه ده چې د انټې اکسیدان ډیر مصرف کولای شي د اوږدمهاله ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ، سرطان او شکر ناروغیو د اخته کیدو خطر راکم کړي.
هغه څیړنه چې، په روغو انسانانو کې د کجورو مصرف له وجې د وینې پر قند، د وینې په غوړ( ترای ګلیسراید) ترسره شوي وښودل شوه چې د خرما مصرف دا دوه موارد نه وو بدتر کړي.
څیړونکو وښودله چې خرما کولای شي د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو مخه ونیسي.
د وچیدو په برخه کې د خرما ګټې
هغه غذاګانې چې د فایبر څخه غني دی د وزن په کمیدو کې مرسته کوي بلکې خرما د فایبر د درلودو سربیره د کالورۍ څخه خالي نده په همدې خاطر کاربوهایدریت او لوړ قندونه لري. د څلورو خرما وو په مصرف کې ۲۶۶ کالوری وجود لرياو تقریباً ۶۴ ګرامه خواږه بدن ته رسوي.
که تاسو غذايې رژیم نیسئ ښه ده چې د ډوډۍ او نورو موادو پرځای له لږ اندازه خرما څخه استعفاده وکړئ مګر په یاد ولرئ که مو له حده زیاته وخوړه د چاغوالي لامل مو ګرځي.