پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر هر کلي ګن شمېر مخالفتونه راولاړ کړي چې ډېری يې د حکومت د مخالفينو له لوري دي، دوی وايې ولسمشر سره د پروتوکول پر خلاف عمل شوی او دا چلند يې ولسمشر ته يو ډول سپکاوی ګڼلی، د ستراتيژيکو اړيکو د اصولو له مخې کوربه هيواد ته د نورو بهرنيو هيوادونو د سفر پر مهال بايد سيال او د مقابل لوري له موقف سره برابر کس هرکلي ته ورشي خو پاکستان حکومت دا اصل تر پښو لاندې کړ. خو په دې برخه کې د مخالفتونو تر څنګ د ملاتړ غږونه هم اورېدل کيږي چې دا ډله بيا د تشريفاتو د ضعف خبره حاشيې ته کوي او د سفر پر مهمو اړخونو تاکيد کوي چې د افغانستان لپاره ګټور تماميږي.
ولسمشر د سولې په تړاو د خبرو تر څنګ د افغانستان او پاکستان پر اقتصادي او سوداګريزو اړيکو هم خبرې کړي او له زيات شمېر تاجرانو او پانګوالو سره يې ليدنه کړې او هغوی ته يې په سيمه کې د سوداګرۍ او پانګه اچونې د فرصتونو په تړاو مالومات ورکړي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د اسلام آباد ستراتيژيکو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پر مهال وويل، پاکستان او طالبان يو پر بل ټينګه تکيه کوي او دا په دې مانا ده چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مهم رول لوبولی شي.
ولسمشر په خپله وينا کې د ناستې ګډونوالو ته وويل، دی د يو خپلواک افغانستان د ولسمشر په توګه پاکستان ته تللی او ټينګار يې وکړ چې افغانستان به هيڅکله هم د بل چا استعمار و نه مني.
افغان ولسمشر پر سوداګريزو او اقتصادي موضوعاتو په تړاو خبرو کې اعلان وکړ چې له پاکستاني چارواکو سره يوې داسې هوکړې ته رسېدلی چې له مخې به يې ډېر ژر د تورخم ګمرک ۲۴ ساعته کار پيل کړي.