په نړۍ کې له زیات پلورل کیدونکي ” راز “ کتاب څخه څو ټکي..
ته د ماضي بندیوان نه یې – ددې موضوع په اړه مې د (راز) له کتاب څخه د نړۍ د بيلا بيلو پوهانو نظرونه راټول کړي؛ څو لوستونکي وکولاى شي د ژوند په عملي ډګر کې ترې استفاده وکړي.
راز یا ( The Secret) د مشهورې لېکوال او فلم جوړونکې رونډا بایرن کتاب چې په نړیواله کچه یو له زیاتو پلورل کیدونکو اثارو څخه دی. په دې کتاب کې پر دې ټینګار شوی چې : هماغه چې په اړه یې فکر او انګیرنې په ذهن کې پالو ، په ژوند کې یې تر لاسه کوو. که مثبت فکرونه او مثبتې انګیرنې ذهن کې ولرو، مثبت څه په مخه راځي او که منفي انګیرنې او افکار ولرو، له منفي څه سره ژوند کې مخ کیږي. پر همدې نوم او موضوع یعنې ( راز) د کتاب لیکوالې یو مستند فلم هم جوړ کړی چې په کې د نړیوالو پوهاونو نظریات، مرکې او څرګندونې راټولې شوې دي.
دلته د همدې کتاب له منځه یوازې د څو پوهانو نظرونه درسره شریکوو چې ښايي، چې عملي کول یې ښايي د ډیرو لپاره ژوند بدلوونکي وي.
“ډير کسان په دې باور دي چې په ژوند کې قرباني شوي او ډير ځله خپل تير ژوند ته اشاره کوي، مثلاً وايې: چې مور او پلار يې ورسره ښه چلند نه کاوه او په يوې ناسمې کورنۍ کې لوى شوى دى. خو ډيرى ارواپوهان په دې باوري دي چې پنځه اتيا فيصده کورنۍ ناسمې او ګډې وډې دي. ځينې وايې زما پلار شرابي و او زما سره يې بد چلند کاوه ، کله چې شپږ کلن وم مور مې ترې طلاق واخيستو… ځینې نورې ورته کیسې لري…
په دې ډول ويلى شو چې د هر چا ژوند يو داستان لري.
اوس پوښتنه داده چې ته اوس څه غواړې؟
ستا انتخاب څه دى؟
ته کولى شې خپل فکر او خواص په هغه شي متمرکزه کړې چې غواړې يې. کله چې خلک په هغه شي تمرکز کوي چې غواړې يې پخواني شيان له ليکې بهر کيږي. ته هماغه شى تر لاسه کوې چې فکر پرې کوې.”
1- ايسټر هيکس په دې اړه وايې:
ته په خپله د خپل برخليک طراح يې. ته د خپل ژوند د کتاب ليکوال يې. ته يې چې خپله کيسه ليکې قلم ستا په لاس کې دى او د ليکلو نتیجه هماغه ده چې تا انتخاب کړې
2- مايکل برنارډبک ويث وايي:
کله ستا زړه غواړي په هماغه وخت یې پيلولى شې او کولاى شې چې حقيقي تفکر پيل کړې او په خپل باطن کې د خوښۍ او غږ ملتيا حس پياوړى کړې، په دې ډول د خدای ج د خلق کړي طبیعت قانون هم خپل کار پيلوي او تاته ځواب درکوي.
3- ډاکتر جو ويټل وايي:
له همدا اوسه د خپلو باورونو او ايډیالونو بدلون پيل کړه او بيلا بيلو مسلو ته توجو وکړه او په هغوى باور وکړه . مثلاً ، دا باور پيدا کړه چې په کايناتو کې نعمتونه له حده ډير دي او دغه عقيده ولره چې زه نه زړيږم او لا ځوانيږم. موږ خپل باورونه هر ډول چې زموږ زړه غواړي بدلولى شو.
4- مايکل برنارډبک ويث وايي:
ته ځان د ارثي او پلرنيو عادتونو او بيلګو خلاصولى شې، له هغو بې وسيو ځان خلاص کړئ چې تصور کوې هغه ستا په ژوند کې شته دى. ناسم او محدوديت راوستونکې ټولنيز باورونه او انګیرنې پريږده او د تل له پاره ثابته کړه چې ستا باطني قدرت د نړۍ پر بل هر خدای ج خلق کړي ځواک برلاسی او لوړ دى.
5- ډاکتر فريډ آلن ولف وايي:
ښايې له ځان سره ووايې چې ټولې خبرې سمې دي خو زه دغه کار نه شم کولى او يا دا چې څوک مې نه پريږدي، او يا هم د دغه کار له پاره کافي پيسې نه لرم، او يا د دغسې يو کار له پاره زه دومره ځواک او قدرت نه لرم. خو هره منفي جمله په خپله يو خلاقيت يا پنځونه ده. په دې ډول ته يو منفي شى د ځان له پاره خلقوې.
کله چې ته وايې چې زه يې نه شم کولاى د دې پر ځاى د ” زه کولی شم “ کلمه وکاروئ، هغه کلمې چې ته يې په خپله ژبه بيانوې، ستا په ذهن او شا او خوا کې یو ستر ځواک سره یو څه پنځوې او په ښکاره توګه دا اعلان کوې چې دغه کار کولى شې. او هغه تر سره شوى بولې.
کله چې په دې خبره پوه يې ايا دا به سمه نه وي چې د کولاى شم له کلمې په خپله ګټه استفاده وکړې؟
ولې تل د بدو خبرونو په تمه اوسو؟ ښه به نه وي چې ووايې زه همدا اوس ښه خبر تر لاسه کوم.
زه همدا اوس خوشاله يم
زه همدا اوس بډايه او تندرسته يم
زه تل وخت پيژانده يم
او زه هر وخت پريمانه الهي انرژي تر لاسه کوم.