کریم لالا؛ د ممبيي کونړی ډان او د ځنجیر، خدا ګوا او نورو هندي فلمونو الهام

رنګین تجريدي ډیزاین

د بالیوډ مشهور فلمونو “خدا ګواه، انګار، زنجیر او هتهیار مرکزی کردارونه د بمبۍ د پښتنو “ډان” کریم لالا د ژوند نه په الهام جوړ شول.
دده پوره نوم عبد الکریم شیرخان و او په ۱۹۱۱ م کې د کونړ په شیګل درې کې وزیږېدو. د ۱۹۳۰ په لسیزه کې پیښور او بیا بمبۍ ته لاړو چې په بندرګاه مزدوری وکړي. ده د ځان په شان څو پښتانه راټول کړل چې “لالا” به يې ورته ویل. کریم لالا د پښتنو د لانجو هوارولو لپاره منډې ترړې وهلې. چا ته خپل پور بیرته اخیستل، د چا قبضه کړې کور راخلاصول، بې وزلو ته سرپناه او خواړه برابرول او دغسې نورو کارونو کې يې چارواکو او مخه ورو سره اریکې جوړې شوې.
د هند د خپلواکۍ تحریک په وخت ده د مهاتما ګاندهي او باچا خان سره ولیدل او هغوی ورته د ولس د ستونزو معلومولو سپارښتنه وکړه. کریم د ” پښتون جرګه هند” په نوم یوه ټولنه جوړه کړه چې د خدای خدمتګارغورځنګ د یوې برخې په توګه يې کار کوو او دی ۳۰ کاله د دې جرګې مشر و.
د ۱۹۴۷ م د وېش په ګډوډیو کې په بندر د خلیج نه د سرو زرو قاچاق مخه چا نشوه نیولې. په هغې نا امنۍ کې، حاجي مستان، میرزا یوسف پټېل، او مودالیار په نوم خپلې ډلې جوړې کړې. کریم به خپل کسان د هغو خدمت ته وراستول چې غیرقانوني کارونو کې به ورسره شریک وو.
په ۱۹۵۰ م کې کریم لالا د هند لومړی منظم مافیا د مشرپه توګه مشهور شو. په بندرګاه د غیر قانوني توکو په راکړه ورکړه دومره پېسه يې وګټله چې په څو کالو کې د دوو هوټلونه “الکریم” او “نیو انډیا” خاوند شو.
دی د بالیوډ ستورو سره هم نزدې و او د ده زوم ظفرخان وایی چې ” یو وخت نامتو نڅاګرې “هیلن” ملګرې پي- این اروړه د هغې معاش پېسې ورته نه ورکولې. هیلن دلیپ کمار ته ورغله نو هغه ورته د کریم لالا په نوم یو لیک ورکړو. کریم په دې معامله کې دریمګړې شو اواروړه نه يې د هیلن پېسې رابوت کړې.“
د بمبۍ پولیسو یو پښتون افسرشمشیر خان پټهان وایی چې کله ده د انسپکټر په توګه ” ډانګري” پولیس سټیشن کې کارکوو نود کریم یو باډي ګارډ شمس الدین يې د بهرملک بې لایسنس تماچې سره ونیولو. دا یو غیر قانوني کار و خو شمس الدین په ضمانت خوشې کړې شو. دی وایی چې ” زه هم پښتون یم خو د کریم او د ده ډلې سره هیڅ زړه سوي نه لرم. زه د حکومت ملازم یم او ما د پاره پښتون او پنډت دواړه یو دي.” شمشیر خان وایی چې ما د کریم لالا په اړه د خلکو له خولې ښه خبره نه ده اوریدلې.
کله چې کریم د ” پارسی کالوني” په یوې ودانۍ ” طاهر منزل” کې اپارټمنټ واخیستو او هلته يې ژوند پېل کړو نو اوسیدونکي اندیښمن شول. خو لږه موده کې کریم په سیمه کې په پټه د شرابو خرڅلاو او نورخرابات بند کړل. وروسته دی ډېر شته من شو او خلکو ورته مشوره ورکړه چې د بمبۍ د باندره په شان ګران بیه سیمې کې دې کور واخلي. خو ده ۴۰ کاله هم هغه اپارټمنټ کې واړول.
په ۱۹۷۰م کې کریم لالا د یو بل “ډان” داود ابراهیم سره دشمني پېل شوه. د ده د ډلې یو پښتون امیرزاده، د داود ورور، صابر مړ کړو او پولیسو ونیولو. د داود یو کس “ډیویډ” په رڼا ورځ محکمه کې امیرزاده وویشتلو چې د هند په یو عدالت کې لومړی قتل و.
ډیویډ هم ټپي و خو پولیسو ونیولو او وروسته د جیل نه فرار شو. د امیرزاده ورو عالمزاده د کریم د ډلې یومهم غړې او په ګجرات کې میشت و. دی په یو مقابله کې قتل شو.
یوه بل ډان “عزیز” دوه زامن، حمید او مجید لرل او د کریم ډلې سره يې څو نښتې وشوې. اخرکریم او د ده ورور رحیم ورسره روغه وکړه. خو څو ورځې وروسته د کریم وراره صمد خان، عزیز ووژلو. کله چې حمید په جیل کې و نو د کریم د ډلې “منا بوهیرلال” مجید په وینو لاسونه رنګ کړل. حمید د ورور بدل اخیستو لپاره خپل یو ملګري سهیل ته وویل. سهیل د صمد خان پلار رحیم لالا مړ کړو او وروسته پخپله هم په یو بله جګړه کې يې سر وخوړو.
کله چې حمید د جیل نه خوشې شو نو “منا” ورته تیار و او په یو ریسټورانټ کې يې یخ کړو. یوه شپه په صمد خان د ښار جنوب کې د هوټل لفټ په دروازه ولاړ کسانو ډزې وکړې.
په ۱۹۸۴ م کې د بمبۍ د یوې سیمې کچه کورونو اوسېدونکو ته زمکه وال امر وکړو چې ځای دې پرېږدي. زمکه وال هلته نوې ودانۍ جوړوله خو خلک نه وتل.
یوه شپه دغو څپرونو اور واخیستو چې د کریم لالا کسانو لګولې و. د ده خلاف په تاڼه کې د تورونو رپورټ داخل شو. کریم لالا د لویو خلکو سره د اړیکو نه کار واخیستو او خوشې کړې شو. کریم لالا د بالیوډ ایکټر د قادر خان د پلار ملګرې و.
هغه وایی چې ده به هند ته تلونکو د افغان مهاجرو سره ډېره مرسته کوله. یو وخت سنجی خان ورته په خپل فلم “کالا دهنده ګورې لوګ” کې د کار کولو وویل خو ده انکار وکړو. یو ستورې “جیکي شروف” وایی چې دی د کریم لالا د نوم نه ویرېدو. “یوه ورځ د هغه سره مې ملاقات وشو نو حیرانه پاتې شوم چې دی څومره نرم او میلمه پال کس و.” د کریم میلمه پالنه مشهوره وه او هیڅوک يې بې له ډوډۍ نه پریښودل.
کریم د عمرې نه بیرته راغلو نو د بمبۍ یو پیر ورته د داود سره د روغې وویل. دواړو په قران قسمونه وخوړل چې نورې وینې به نه تویوي. د ده ورور او وراره مړه و او بل وراره رحمان له ده بیل خپل کاروبار کوو. کریم یو ګرځندوی او پاسپورټ کمپنې، “نیو انډیا ټورز اینډ ټزیولز” په نوم جوړه کړه.
کریم دوه ودونه کړي وو چې مشره يې فاطمه او بله فوزیه وه. دواړو ټول ژوند په یو کور کې ورسره تېر کړو. د دواړو میرمنو يې یوه یوه لور وزیږېده، زوی يې نه و. دده په کور کې یوې خدمتګارې ۲۵ کاله د دوی خدمت کوو. د حج نه وروسته کریم لالا بیخي بدل شو. نه یوازې دا چې شراب يې پریښودل، بلکه د ژوند د نورو چارو نه يې ورو ورو لاس واخیستو. هغه خپل مشر نمسی سلیم خان د زوی په توګه لوی کړې و نو ټول کاروبار يې ورته وسپارلو.
کریم د کور په بالکوني کې بوټي لګولي وو او په دغو بوټو به لګیا و. کله د خپلو کړوسو سره يې لوبې کولې یا د راغلو میلمنو سره به يې ګپ شپ کوو. دی چرې هم بیرته کونړ ته لا نه ړو. د ۲۰۰۲ م د فروری په ۱۹نېټه کریم د ماسخوتن مونځ کوو چې په سجده لاړو نو بیا پا نه سیدو.
په ۲۰۰۵ م کې چاپ شوې یو ناول”شانتارام” کې د یو پښتون عبد القادر د کریکټر په اړه باور کېږي چې کریم لالا و. په دغې ناول کې هغه ته ” د بمبۍ لومړې باچا او د پښتنو وروستي باچا” لقب ورکړې شوې دی.
د عبد الکریم ژوند له تضاد ډک و او هغسې چې فلمونو کې وی، برعکس هرانسان په یو وخت کې اتل هم کیدېشي او “ډان” هم.
صفیه حلیم
د هند آنلاین ورځپاڼو نه
د خپریدو نېټه- د فروری اوله ۲۰۱۸ م