په نړیواله کچه د پاکستان د منزوي کولو په اړه د افغان حکومت له ادعاوو سره هم مهاله په افغانستان کې د اور په بیه او د مرغۍ د پیو په شان په ډېرې سختۍ د پاکستاني ویزو ترلاسه کول له شک پرته هم حکومت او هم ټول ملت ته د شرم وړ خبره ده.
د دوشنبې په ورځ له جلال اباد ښار څخه راپور ورکړل شو، چې د پاکستان د ویزې په ترلاسه کولو پسې راغلی یو سپین ږیری د سختې ګڼې ګوڼې او ګرمۍ له کبله د کونسلګرۍ مخې ته مړ شوی.
دا موضوع په ټولنیزو رسنیو کې ډېره بحث او خلکو خواشیني پرې وښوده.
خو دا نه لومړنی ځل و او نه ممکن وروستی ځل وي، چې داسې پېښه کیږي.
ولې د ویزو ناورین؟
د پاکستاني ویزو دغه ناورین په ګڼو دلایلو رامنځته شوی، لکه:
– زیات خلک د درملنې په نیت پاکستان ته ځي، دوی په افغانستان کې د مطمینې او مناسبې درملنې له لرلو بې برخې دي.
ـ پاکستاني ویزې په قانوني ډول نه؛ بلکې د کمیشن کارانو او مافیایي ډلو په وسیله وېشل کیږي. دا وضعیت سبب شوی، چې خلکو ته په قانوني ډول ویزې په لاس ورنه شي.
ـ حکومت بیا ـ بیا د دغو ویزو د سم وېش په زمینه سازۍ کې پاتې راغلی؛ ان ځینې ځایي چارواکي، امنیتي کسان او مخور خلک یې د ویزو په فساد او پلورلو کې ښکېل دي.
له پامه لویدلی شرم
داسې ښکاري، چې حکومت د پاکستاني ویزو د وېش له اړخه افغانستان ته د ورپېښ شرم چندان په کیسه کې نه دی.
یوه ورځ، یوه اونۍ، یوه میاشت، یو کال او څو کاله نه؛ بلکې اوږده موده کیږي، چې بیا ـ بیا حکومت د دغه وضعیت د ښه کولو ژمنه او ځینې ضمني ګامونه اخلي، خو د ویزو د جنجال په اساسي حل نه بریالی کیږي.
تراوسه په لوړه کچه یو ځل هم نه دي لیدل شوي، چې یو لوړپوړی پلاوی د دغه هره ورځیني شرم د اصلي ریښو د معلومولو او اساسي حل لپاره لاس په کار شي.
دلته ده، چې پر حکومت د نیوکې ګوته نیول کیږي او ویل کیږي، چې نه په بشپړ ډول مسولیت منونکی دی او نه پر خپلو خلکو شرمیدونکی!
پر چارواکو نیوکه ده، چې یا خو یې پاکستان ته د عام ولس په شان د ارزانه او نسبتاً ښې درملنې لپاره د ناروغانو د ورتګ اړتیا نه پېښیږي، یا په اسانه ویزې په لاس ورځي او یا هم د ویزو په تاوده تور بازار کې د ګټې وټې شریکان دي.
سراسري ستونزه
د ویزو دغه ستونزه یوازې جلال اباد پورې محدوده نه ده؛ د حکومت تر زنې لاندې کابل کې هم پر ویزو ورته شرمونکی حالت راغلی.
په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته هم هره ورځ هماغه حال وي، کوم چې په جلال اباد کې د پاکستاني کونسلګرۍ مخې ته وي.
هلته او دلته د ویزو بیه چندان فرق نه کوي.
هماغه متل دی، چې: خوار په هندوستان هم خوار وي!
څه باید وشي؟
حکومت ته لازمه ده، چې دغو څو وړاندیزونو ته پاملرنه وکړي:
ـ یو لوړپوړی پلاوی وټاکي، چې دغه مسئله په اساسي ډول وڅېړي او حل لارې ورته ومومي.
ـ د دغې ستونزې د حل لپاره هم دیپلوماتیکې هڅې او هم کشفي هغه ضرور دي. هغه کمیشن کاران باید په لوړه کچه معلوم او جدي چلند ورسره وشي، چې د دغو ویزو په کاروبار کې شریک دي او پاکستاني لوري ته هم ونډه ورکوي.
ـ پاکستان ته د افغانانو خورا ډېر ورتګ وڅېړي، ضروري او ناضروري سفرونه معلوم او د هغو درملنو په اړه پوهاوی ورکړي او اسانتیاوې زیاتې کړي، چې په کور دننه یې زمینه مساعده ده.