هغه کسان چې له نورو سره ښې اړيکې لري او داسې ښکاروي چې له نورو سره په اوسېدو خوشاله دي او حتا خاندي هم خو په ورته وخت کې په خپل زړه کې له يو ډول خپګان رنځيږي همدې مسکه یا خندنۍ خوابدې یا خپګان وايي.
دا کسان هڅه کوي په خپل پټ دروني درد څوک خبر نه کړي او د خپلو ظاهري کړنو په مرسته ځان خلکو ته ډېر خوشاله معرفي کوي. په دې ناروغۍ اخته کسان په خپلو احساساتو کې هم اغراق کوي او ځينې يې ممکن له خپلې ډیپریشن نه وي خبر او يا يې هم له دې ويرې نه مني چې کمزوري ښکاره نه شي.
د مسک خپګان فزیکي نښې
۱: له خوبه د ژر ويښېدو او بيرون کار ځای ته د تګ لپاره په چمتووالي او برابرولو کې ډېره هڅه وکړي، کله چې کار ځای ته رسيږي د يوه خوشاله انسان تمثيل کوي خو په درون کې د يوه خپه او يوازې انسان احساس ورسره وي، د خپل کار د ښه مخته وړلو لپاره دېره هڅه کوي او په ډېره سخته خپل پاشلي افکار راټولوي چې تمرکز يې پر ځای شي.
کله چې کور ته راستنيږي تر هغې اندازې ستومانه وي چې د کور مسوليتونو ته د رسيدو حوصله نه لري او ان د خپلې ماښامنۍ خوړلو توان هم په ځان کې ن وينې او وختي ويده کيږي.
۲: د دې پرځای چې ځانته پام وکړي خپله ټوله انرژي په خپل ظاهري سينګار او جوړولو لګوي. دوی سره تل د شرم، وېرې او ګناه احساس وي، که د کوم کار کولو توان و نه لري نو ټوله غوسه په ځان سړوي او ځان ته د يو تنبل او بې کاره انسان په نظر ګوري.
۳: له هيڅ څه نه خوند نه اخلي او دا يې نه وي په ياد چې په وروستي ځل يې د خوښۍ شېبې څه وخت او چاسره تېرې کړي دي. دوی هڅه کوي چې د ځان د ارامولو يو څه ومومي او خوشاله شي خو به دې چاره کې ورته بريا ستونزمنه وي.
۴: د شپې په ټولو هغو کارونو فکر کوي چې سبا يې بايد ترسره کړي، سره له دې چې ډير خلک يې تر څنګ وي خو دوی ډير د يوازيتوب احساس کوي چاسره له زړه خبرې کول او خندل ورته سخت کار ښکاري خو په ورته وخت کې بايد خپلې ظاهري بڼې ته هم پام وکړي چې د خلکو لپاره يې تمثيل کړې.
په دې ناروغۍ د اخته کسانو انرژي کمه وي په ډېرې سختۍ ژوند ته دوام ورکوي خو په ظاهره خلکو ته ښکاروي چې ډېر خوشاله او متحرکه دي.