نجونې ولې باید په ځانګړو مناسبتونو سور رنګ واغوندي..

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه او راټولونه: مریم صدیقي
رنګونه هغه څیزونه دي چې ښځې د خپلو احساساتو په څرګندولو لپاره ورڅخه ډېره ګټه پورته کوي. ښځې د فطرت له مخې هم داسې څوک دي چې په زړه او ذهن پوهېدل یې د هر سړي د وس خبره نه ده.
په ټوله کې رنګونه هر یو یې ځانته د خپل جذابیت او وخت لرونکي خاصیتونه لري او سوررنګ هم ددې ځانګړونو لرونکی دی.
په ځینو حالاتو کې رنګونه د احساساتو تر څنګ د خلکو د شخصیت ښکاروندویي هم کوي.
د رنګونو په خاندان کې سور رنګ هغه رنګ دی چې تر بل هر رنګ یې سترګې زر اخلي او له یو ډول خاص جذابیت، راښکون او ښایست نه ډک رنګ دی.
که چیرې غواړئ په هغو میلمستیاګانو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي او غواړې ځانګړي ښکاره شئ نو سور رنګ واغوندئ . د ځانګړې چا د نظر اخیستلو لپاره هم سور رنګ بې ګټې نه دی، سور رنګ مو د ځانګړو ورځو او ځانګړو شېبو رنګ وګرځوئ.
په هره میلمستیا کې د سور رنګ اغوستونکي، د سترګو په وړاندې یو ډول بېل ښایست خپلوي. ښځې ډېرې د ځانګړې چا سره د خپلو احساساتو څرګندولو لپاره سور رنګ اغوندي.
ځیني څیړنې وایي چې سور رنګ اغوستل په ښځو کې د هغوی په ځان باور لوړوي. سربیره پر دې سور رنګ اغوستل خلک جذاب ښکاروي او د مقابل لورې د پام اړولو سبب کیږي.
د سور رنګ نورو ګټو او ځانګړونو په اړه عبدالحق ثاقب په خپله یوه لیکنه کې چې د روغتیا په هکله کړې وایي : سور رنګ د انسان د ستړیا او ناارامۍ احساس له منځه وړي. همداراز ورته فعالیت او د ارامتیا احساس وربښي.
متخصصینو په دې راپور کې یادونه کړې چې سور رنګ یو رومانسي، احساساتي، او عاطفي رنګ ګڼل کیږي، ځکه چې دا رنګ د بدن انرژي او تودوخه زیاتوي.