ژباړه او راټولونه: مریم محمدي
څېړنې وایي که هره ورځ منډه ووهئ نو وجود به مو پیاوړی او له ناروغیو به په امن کې وي.
د بیلابیلو څېړونکو په وینا؛ په ورځ کې نیم ساعت منډه د یوې اوونۍ له پلي تګ سره برابره ده او کولی شي د انسان وجود کلک او ځواکمن کړي.
یوه څېړنه پر ۶۴ کسانو چې د منډې کولو او پلي تګ پر دوو ډلو وېشل شوي وو، شوې ده. د څېړنې پایلو ښودلې، هغو کسانو چې د ورځې په اوږدو کې یې د نیم ساعت لپاره منډه وهله، د هغو په پرتله چې یوازې پلی تګ یې کاوه، کلک او غښتلي وجودونه لري، د بدن مقاومت یې لوړ او ډېر لږ پر ناروغیو اخته کېږي.
څېړونکي پر دې اند دي چې سهار د ورزش لپاره تر ټولو ښه وخت دی؛ ځکه په دې وخت کې کورتیزول، د سټرېس هورمون په خپله لوړه سطحه کې وي. دغه هورمون د بدن د وازګو او کاربورهایدريتونو سوځولو لامل کېږي او پر انرژۍ یې بدلوي چې د ورزش پر مهال مصرفېږي.
پر دې سربېره هغه ورزش کوونکي چې د سهار له خوا ورزش کوي، منظم خوب هم لري. د شمالي کارولینا پوهنتون څېړونکو په ثبوت رسولې ده چې د سهار له خوا ورزش کول د شپې له خوا د منظم خوب لامل کېږي.
شېدې؛ تر ورزش کولو ورسته غوره خواړه
انګلیسي څېړونکي وایي، له ورزش کولو وروسته باید هرو مرو یو ګيلاس شیدې وڅښل شي؛ ځکه له ورزشي فعالیتونو وروسته د بدن اوبه کمېږي او د دې اوبو پوره کولو لپاره شیدې تر بل هر څه اغېزناکې تمامېږي.
د (MSN) د راپور پر بنسټ، څېړونکي وایي شیدې د پروتینو، کاربوهایدرېت، کلسیمو او الکترولیتو غني سرچینه ده چې د اوبو په نسبت ډېر ژر د بدن اوبه پوره کولی شي.
په شیدو کې شته پروتین په ماشومانو کې د عضلو د ودې لامل کېږي چې په نورو لبنیاتو او مشروباتو کې نه موندل کېږي. څېړونکي وایي که د بدن یوه سلنه اوبه هم کمې شي پر بدن ۱۵ سلنه ناوړه اغېزه کوي چې په پایله کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.