شتمن خلک په کومو لارو پانګونه کوي او د شتمن کېدو راز یې څه کي دی؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
که غواړئ پوه سئ چي شتمن خلک څنګه پیسې سپما کوي، نو دا مقاله ستاسي له پاره ده. پیسې د نننۍ نړۍ د انسانانو یو له عاجلو ضروریتونو حسابېږي؛ بېخي لږ کسان به وي چي ډېري پیسې دې (دي ئې) نه خوښېږي، خو که تاسي یو له هغو کسانو څخه ياست چي هر وخت د بل پیسو ته په زړه کي ګوړي ماتوئ، یا په بله اصطلاح هک پک ياست چي هغوی څنګه د دومره ډيرو پیسو پر پیدا او سپما کولو توانېدلي دي؛ نو دا لیکنه ستاسي له پاره ده.
۱ـ خپل کوچني لګښتونه له پامه مه غورځوئ
موږ ټول همېشه د میلیونونو خوبونه وینو او همېشه د سترو پانګونو خوبونه په دماغ کي لرو؛ دا سل و دوه خو بېخي پر حساب نه بولو. د کوچنیو لګښتونو په اړه یو اقتصاد پوه څومره ښه وايي:” خپلو کوچنیو لګښتونو ته مو پام وکړئ، په پای کي به یو غټ رقم ترې جوړ سي. “
۲ـ پر راتلونکي تمرکز وکړئ
د هر چا خوښېږي چي د خپلي خوښي ټول څیزونه وپېري خو د ورځي په پای کي ګوري چي یوه اټانۍ هم ور پاته نه ده او بیا دې ته هم نه ګوري چي څو ګټي او څو خوري. پر حال د شکر کښلو او راضي کېدو پر ځای، پر راتلونکي باندي تمرکز هم مه هېروئ. تنیسي ویليامز وايي:” د ځوانۍ عمر بې پیسو تېرولای سئ خو د پیرۍ عمر نه  “.
۳ـ د ځان ښکاره کولو او پر نورو د تاثیر ښندلو په خاطر غیر ضروري څیزونه مه اخلئ!
د خپلو څیزونو په اړه له خپلو ملګرو او دوستانو څخه تحسین آمېزه کلمات اورېدل د هرچا خوښېږي، خو باید د ځانو له پاره د حدودو ټاکل مو هېر نه سي. هغه څیزونه رانیسئ چي په حقیقت کي ستاسي اړتیا وي نه ددې په خاطر چي نور متاثره کړئ. کنه، ستاسي د سوداوو لیست به تر آسمانه هم جګ سي. سوز اورمن وايي:” که یوازي د نورو د متاثره کولو په خاطر هغه څیزونه اخلئ چي نه اړتیا ورته نه لرئ، او نه مو هم خوښېږي، ښه نه کوئ. “
۴ـ شیان د سپین او تور په ډلبندۍ کي راولئ
نن ورځ په یوه داسي زمان کي ژوند کوو، چي که د ژوند د مصارفو له پاره پروګرام ونه لرو او خپلي پیسې بودجه بندي نه کړو، بالاخره به د اقتصادي بحران سره مخ سوو. شتمن خلک پوهېږي چي له کومي لارې (لاري ئې) وګټي او پر کومه لاره ئې مصرف کړي. د اکیسل يو ساده صفحه هم کولای سي چي په دې زمینه کي موثره تمامه سي. جان سي مسکویل وايي: همدا بودجه بندي ده چي موږ ته د پیسو د مصرفولو لاره راښيي، ددې پر ځای چي سبا حیران سئ چي پیسې مو څه سوي یا څنګه مصرف سوي دي، همدا نن هغوی بودجه بندي کړئ.
۵ـ زيارکښ اوسئ
دلته عام باور دا دئ چي شتمن کسان یوازي عیش و عشرت کوي او له خپل ژونده خوند اخلي، خو داسي نه ده. رښتیا دا دي، چي هغوی د عادي خلکو برعکس د خپلو عمرونو ډېر کلونه خورا سخت کار کوي. ددې دپاره خو درته وایو چي هڅه وکړئ خپل عاید زیات کړئ، او چي زیات مو کړ، د پخوا څخه لا ډېره برخه ئې سپما کړئ” هو، زما کسب او کار خوښېږي او حقیقت هم دا دئ چي زما تر مصرف سپما او پانګونه ډېره ده. د راتلونکي دپاره پر پلان جوړونه ئې مصرفوم. له فرصتونو ګته اخلم او د نورو د توقع خلاف زیات کار کوم (تام هنکس) “.
۶ـ د خپلو عوایدو زیاته برخه سپما کړئ
یو بل غلط باور دا دئ چي شتمن کسان ئې ګټي او مصرفوي ئې؛ عیش او عشرت او هم اسراف کوي. داسي نه ده، ځکه خو هغوی شتمن پاته کېږي. هغوی د خپلو عواید زیاته برخه سپما کوي؛ تاسي ته هم وايو چي د خپلو عوایدو زیاته برخه سپما کړئ. دا کار ددې تضمین درکوي چي هیڅکله هم بې پیسو نه سئ. یو اقتصاد پوه وايي چي: له درو برخو ئې يوه سپما کړئ، په یوه سره ژوند وکړئ او يوه برخه ئې مصرف کړئ.
۷ـ خپلي سپما کړي پیسې پر سم ځای پانګونه کړئ
د حیرانتیا ځای دئ چي موږ اکثره کمي پیسې صرفنظر کوو، دې ته فکر نه کوو چي همدا کوچني مقیاسونه به یو وخت خورا غټ رقم وي. که ډېري ولرئ، خو لا بهتره ده. پیسې خودبخوده نه زیاتېږي، ددې دپاره باید هغوی پر سم ځای پانګونه کړئ. که یې دلته او هلته سره جمع کړئ، په دې ډول به د پام وړ رقم ترلاسه کړئ. شاید ددې مالي مسلې د اجراء دپاره زدکړي ته اړتیا وي، خو چي سر مو ئې کښېښودی، وبه ګورئ چي په معقوله پانګونه اچونه کي، د نامعقولي هغې په پرتله، زیات رضایت او قناعت پروت دئ. (پی. تی. براون).
۸ـ د میلیونر فورموله وکاروئ او تمرین ئې کړئ
معمولي فکر دا دئ چي د ضروري لګښتونو سره د مخامخ کېدو وروسته، سپما کول شروع کوي. خو یو شتمن کس برعکس فکر کوي؛ په عامه اصطلاح موږ دې ته د میلیونر فورموله وايو. د کارولو طریقه ئې داسي ده: کله چي مو خپل حقوق ترلاسه کړل، يوه اندازه خو ئې بیرته په ټولنه کي سره لاس پر لاس کېږي، یوه اندازه ئې د خپلو مالي موخو حاصلولو دپاره وساتئ. پاته مقدار خرڅي کړئ. وران بافت وايي: هغه چي له مصرفه پاتېږي، مه یې پانګونه کوئ بلکي هغه چي له سپما پاته کېږي، خرڅي ئې کړئ.
۹ـ سوري یا سوړي وتړئ
شتمن افراد چي اړتیا ونه لري، پیسې نه مصرفوي؛ یعني پر غیر ضروري څیزونه پیسې نه مصرفوي. هغوی د څیزونو قیمت او ورباندي مصرف ته خورا متوجه وي چي کولای سي له رانیولو ئې ډډه وکړي. په ژوند کي خپلو کوچنیو مصارفو ته جدی کتنه وکړئ، ځکه په کښتۍ کي یو کوچنی سوری د کښتۍ د غرقېدو سبب کېږي (بنجامین فرانکلین).
په خپل ژوند کي له دې ساده او عملي ټکیو ګټه واخلئ او عملي ئې کړئ – خپله به تفاوت ووینئ. په خوشحالۍ سره پانګونه وکړئ!