لویه څارنوالي: حبیب الله احمدزی دې د ازادو بنسټونو مخکې د ارګ د فحشا اسناد وړاندې کړي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان لوی څارنوالۍ پرون اعلان وکړ، چې په ارګ کې د فحشا د موجودیت په تړاو د ولسمشر د مخکیني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي ادعاوې به د ازادو بنسټونو د استازو په موجودیت کې وڅېړي.
رسمي غوښتنلیک
د لوی څارنوالۍ مطبوعاتي دفتر نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د جنرال حبیب الله احمدزي ادعا به د افغانستان د علماوو سراسري شورا، رسنیو، د افغان ښځو شبکې، د مدني ټولنو او د روڼتیا څار بنسټ په شتون کې وڅېړل شي.
سرچینه وایي، چې په دې تړاو یې د غبرګولي په ۲۳ د یو رسمي لیک له لارې له یادو ادارو غوښتي، چې د څېړنې د ترسره کولو په موخه خپل استازي لوی څارنوالۍ ته وروپېژني.
په دغه لیک کې راغلي، چې د افغانستان اساسي قانون د ۱۴۳ مادې او د هېواد د نورو نافذه قوانینو په صراحت سره، د جرمي قضیو څېړنه د لویې څارنوالۍ له واکونو څخه شمېرل کېږي.
لویه څارنوالي دا هم وایي، چې د دغې ادارې د مسلکي او تکړه څارنوالانو څخه یوه ګډه کمیټه د یادې قضیې د څېړنې په موخه ټاکلې ده. چې د هېواد نافذه قوانینو په رڼا او د قانوني واکونو په نظر کې نیولو سره د جنرال حببیب الله احمدزي له خوا د وارد شویو تورونو اسناد، مدارک او شواهد مطالبه او څېړنه یې په پوره امانتولۍ او بې پرې توګه، ترسره کړي.
څارنوالي زیاتوي: د هېوادوالو د باور او د لا روڼتیا په پار به یاده قضیه د افغانستان د علماوو سراسري شورا، رسنیو، د افغان ښځو شبکې، مدني ټولنو او د روڼتیا د څار بنسټ استازو په حضور کې وڅېړي، تر څو عدالت تامین شي.
په دغه لیک کې له یادو ادارو په رسمي ډول غوښتنه شوې، چې خپل یو استازی دغې ادارې ته وروپېژني، تر څو د یادې قضیې د څېړنې پروسه د هغوی په شتون کې بشپړه شي.
څېړنې ولې ځنډیدلي؟
پر څارنوالۍ ځینې خلک نیوکه کوي، چې یاده قضیه یې هېره کړې یا یې لازم پرمختګ پکې نه دی کړی.
خو څارنوالۍ پخپله نننۍ اعلامیه کې ویلي، چې له دې مخکې هم دغې ادارې د بېلابېلو اعلامیو او له کشفي او امنیتي مراجعو څخه د هغه د جلب په موخه لیک صادر کړی دی او  له جنرال حبیب الله احمدزي څخه غوښتنه شوې، ترڅو د خپلو ادعاوو د اثبات په موخه خپل اسناد د قضیې د څېړنې هیئت ته وسپاري .
د څارنوالۍ په وینا په دې برخه کې د اجرااتو د نه پرمختګ دلیل  د اسنادو نه وړاندې کول بلل کېږي.
خو حبیب الله احمدزي مخکې ویلي، چې په دې اړه اسناد لري او د ازادو بنسټونو د استازو په موجودیت کې به یې څارنوالۍ ته وسپاري.
نوموړي شک ښودلی و، چې څارنوالي به د ازادو بنسټونو د استازو له موجودیت پرته د ده اسنادو او شواهدو ته سمه پاملرنه ونه کړي او د حکومت طرف به ونیسي.
دا قضیه له کومه پيل شوه؟
په دې اړه د دغه لینک په کېکاږلو سره بشپړ جزیات ولولئ:
https://yaraan.com/old/arg-torona/
د حبیب الله احمدزي ژوند ته کتنه؛ څوک دی او له ارګ سره یې جنجال چېرته ورسیده؟
په دې اړه د دغه لینک په کېکاږلو سره بشپړ جزیات ولولئ:
https://yaraan.com/old/habibi-ahmadzai/
مریم وردګ څوک ده او ولې په ارګ کې د فحشا د تورونو له پورې کولو وروسته له هېواده وتښتیده؟
په دې اړه دا لینک کېکاږئ:
https://yaraan.com/old/maryam-waradak/
منتقدین او پر ارګ د فحشا تورونه؛ د غني مخالفین دې قضیې نه څه غواړي؟
په دې اړه دلته ولولئ:
https://yaraan.com/old/arg-accuses-afg1/
 
مریم سما څوک ده او ولې په کنایوي ډول حبیب الله احمدزی پرې بد ګومانه دی؟
د دې لپاره دا لینک کېکاږئ:
https://yaraan.com/old/maryam-sama/
او د ولسمشر مخکینۍ سلاکاره فرخنده زهرا نادري په څه دلیل د یادې قضیې څېړنه په نړیواله کچه غواړي؟
د دې موضوع تفصیل دلته لوستی شئ:
https://yaraan.com/old/furkhunda-nadari/