ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
لاندي طریقې وکاروئ چي د خپل ژوند سبک تغیر کړئ او ورځنی ژوند مو له بېخه تغیر سي. زموږ په ژوند کي ځیني داسي خویونه و عادات سته، چي که له خپل ژونده ئې لېري کړو، ژوند به ځان ته یو نوی رنګ او خوند واخلي. البته زموږ غرض دا نه دئ چي فوق العاده و خارق العاده کارونه دي وکړو بلکي یوازي ۵ دقیقې ددې کارونو له پاره بس دي.
شاید له کلونو دا کارونه کوئ، خو نور بس دي او دا خویونه پرېږدئ. راسئ هغه ۷ ډېر کوچني عادتونه چي تاسي ته سکون درکوي، وپېژنئ.
۱ـ له خوبه تر بیداره کېدو وروسته مو بستره ټوله کړئ
دا کار همېشه او منظم کوئ. په دې کار سره دوې ګټي کوئ: یو دا چي له خوبه تر راکښېنستلو وروسته به مو سملاسي یو کار بشپړ او په صحیح ډول کړی وي او په پاته ورځ کي بې هم اغېز ووینئ. دوهم دا چي، تر یوې لالهاندي او ستړي ورځي تېرولو وروسته، به ستاسي پاک ځای او بستره تاسي ته یو ښه احساس درکوي. د بسترې ظاهري پاک واله او منظم واله تاسي د سهار وختي پاڅېدونکو کسانو د بریالیتوب پر رازونو پوهوي.
۲ـ هر شی پر خپل ځای کښېږدئ
دا چي له سهاره تر ماښامه له کومو څیزونو استفاده کوئ، مهمه نه ده. مهمه دا ده، چي هر شی بیرته پر خپل ځای کښېږدئ. که مو خونه جارو کړې ده، آیا جارو مو بیرته پر خپل ځای ایښی دئ؟ د پخلنځي (آشپزخانې) لوښي مو بیرته د هغوی په خپلو تاخچو کي ایښي دي؟ کتاب یا مجله مو تر لوستلو وروسته د مېز پر سر یا په کتابتون کي ایښي دي؟ همدا اوس دا کارونه وکړئ. له شک پرته پر دې کارونو د عادت کېدو وروسته بې تاثیرات په خپل ورځني ژوند کي ووینئ. په دې ترتیب به مو د ژوند چاري په آسانۍ سره تنظیم کړي، او هر وخت چي مو هر شي ته اړتیا سوه، لاس په لاس به درته چمتو وي.
۳ـ تر خوب دمخه اضافي شيان را ټول کړئ
آیا پوهېدلاست چي کچره دانۍ په کال ۱۹۵۷ کي جوړه سوه؟ آیا پوهېدلاست چي باید له هغې څخه د کثافاتو یا اضافي شیانو په راټولو کي استفاده وکړو؟ دا کار مو ۵ دقیقې هم وخت نه نیسي. موږ اکثره د شپې له لوري ستړي او خسته يوو او د کار سېک مو ختلی وي. لوښي مو په دوشۍ کي پاته وي او جامې مو هم پر مېز یا چپرکټ باندي لوېدلي وي. احتمالاً کوم کتاب یا مجله چي مو ویلې وي، هم پر مېز باندي لوېدلې وي. زموږ اکثرو په ژوند کي یوه له خورا معمولي او رایجو پېښو څخه همدا صحنه ده چي تر ډېره دا هرڅه سبا ورځي ته پرېږدو. سبا هم راځي. سهار ژر ددې پر ځای چي راغلې مجله وګورو، لومړی باید د تیري ورځي کارونو ته په سوچ کي ولاړ سو، شاید په همدې وجه همېشه زموږ سره وخت نه وي!
۴ـ خپل ورځنی پلان مو ياداښت کړئ
ځیني کسان د خپلو راتلونکو پلانو په اړه اوږدې پړپړې لیکلي وي او بیا ئې شی هم په یاد نه وي. غوره ده چي یوازي ورځني پلانونه په یاد کړئ. په تفصیلاتو د هرڅه لیکلو ته اړتیا نه لرئ. یوازي ډېر مهمي مسلې ولیکئ. فکر مو وي چي په ورځ کي تر درو پلانو زیات ونه لیکئ. دا ځکه چي په ورځ کي باید یوازي درې کاره وکړئ.
۵ـ خوشبین اوسئ
ډېرو کسانو تندي ته سل ګونجي ورکړي وي. دا کسان هر څه ته د شک په سترګو ګوري، لکه نوي کسب، نوي مسئوليت یا کوم نوي څه ته چي د دوئ د ژوند ملګري ئې ته دوئ ته وايي.
۶ـ له مسکینانو سره هم د خپلو دوستانو په شان رفتار وکړئ!
دا نو څه دي چي لږ ئې نه پېژنئ، بس نو خامخا به تندی ورته تریو نیسئ او په خورا محتاطانه ډول به ورسره سلوک کوئ. که له نورو سره په ورین تندي او له کوم غرض پرته مجلس وکړئ، وبه وینئ چي هغوی ته څومره ګرانېږئ او څومره ستاسي سره مرستي کولو ته مایل کېږي. دا کار له کوم خاص هدف پرته وکړئ. دا ځکه چي یوازي تاسي نه ياست چي د ژوند سختي لاري مو طی کړي دي، بلکي تاسي ته ورته نور هم ډېر له همدې لاري تېرېږي او که په ژوند کي دوستان ولرئ، دا لاره او منزل به آسانه سي.
۷ـ لږ ښې جامې واغوندئ
هرکله چي د ملګرو یا دوستانو سره په چکر وزئ، هلته نو داسي مه کوئ چي خپلي معمولي جامې واغوندئ. د هرشي له معمولي حالته لږ راووزئ، او یو څه نمایداره جامې واغوندئ. دا کار تاسي ته هم خپله ښه احساس درکوي.
پورتني ۷ کاره ددې سبب کېږي ستاسي د ژوند مجموعي تصویر بدل کړي، ځکه چي هر تغیر پر ژوند باندي خورا زیات تاثیر ښندي.