هر هېواد او خلک یې خپل ـ خپل جنجالونه لري او پکې مصروف دي.
افغانستان که له جګړې، فقر، ناسمې حکومتولۍ او نورو کړاوونو ځوریږي؛ تر ټولو نیږدې ستراتیژیک ملګری ( امریکا متحده ایالات) یې بیا نورـ نور جنجالونه لري.
د خدای پر سر جنجال
هلته اوس یو تازه جنجال دا رامنځته شوی، چې یوه ډله آتیستان ( هغوی چې د خدای تعالی پر موجودیت منکر دي) د دغه هېواد په پولي واحد ( ډالرو) کې د «موږ پر خدای ایمان لرو» جملې پر موجودیت نیوکه لري.
دوی په دې اړه د امریکا سترې محکمې ته عریضه ورکړې او غوښتنه یې کړې، چې دغه جمله باید له ډالرو څخه ایسته کړل شي.
دلیل یې څه دی؟
دغه خدای منکره خلک وایي، چې په ډالرو کې د « موږ پر خدای ایمان لرو» جمله د امریکا متحده ایالاتو د اساسي قانون خلاف ده.
د دوی له ډلې مایکل نیوادو ویلي، چې د امریکا اساسي قانون په ملي کچه هر ډول دین ته د رسمیت ورکولو خلاف دی.
نوموړی زیاتوي: موږ د آتیستانو( خدای نه منکرو) خلکو په توګه د هر ډول داسې نظریې خلاف یوو، چې پر خدای تعالی د ایمان لرلو په اړه وي.
د محکمې غبرګون
د امریکا متحده ایالاتو سترې محکمې د دغه ډله کسانو یاده غوښتنه رد کړې ده.
دوی د یادې عریضې په غبرګون کې ویلي، چې یاده جمله د امریکا د اساسي قانون خلاف نه ده.
ډالر او دا جمله!
پر ډالرو په لومړي ځل یاده جمله په ۱۸۶۴ میلادي کال کې لیکل شوې ده.
د ډالرو اوسنۍ بڼه، چې دا جمله هم پکې ده، په ۱۹۵۵ میلادي کې د امریکا ولسي جرګې تایید کړه.
له هغه وخته تراوسه هر ځل په چاپیدونکو ډالرو کې دا جمله « موږ پر خدای ایمان لرو» موجوده ده.
د لوړې پر مراسمو نیوکه
د یادونې وړ ده، چې د خدای منکرو خلکو دغې ډلې په ۲۰۰۹ کې ولسمشر اوباما ته د لوړې مراسمو د ورکړې پر وخت د قاضي پر دې جملې «خدایه! موږ ته ایمان راکړه» هم اعتراض کړی و.
دوی غوښتل، چې په ۲۰۱۳ کې د لوړې مراسمو پر وخت د یادې جملې د تکرار مخنیوی وکړي، خو پکې بریالي نه شول.