د کرکټ لوبې پخواني لوبغاړي او د پاکستان اوسني لومړي وزير يو ځل بيا په شانګهای کنفرانس کې د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف عمل کړی دی.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان چې د شانګهای ښار په کنفرانس کې ګډون کړی و يو ځل بيا د مجلس د ادابو د نه مراعات له امله له سختو نيوکو سره مخ شو د عرف پر اساس بايد د هر هېواد مشر د غړو هيوادونو د مشرانو د راتګ په وخت کې درېدلی وای خو د پاکستان لومړی وزير تر اخيره پر خپل ځای ناست و.
د عمران خان دې عمل د سياسونو او ټولنيزو رسنيو تر منځ توند غبرګونونه راوپارول او دی يې د ډيپلوماټيکو اړيکو څخه ناخبره شخص ياد کړ.
Jahil Wazir E Azam #ImranKhan has once again embarrassed Pakistan this time at SCO in Bishkek. All the leaders of different countries are standing as mark of respect to head of state of other states but #ImranKhan sits while everyone else was standing
Handsome PM got no manners. pic.twitter.com/LyqVvacSjS— Andrea Rose (@Andyrockz2012) June 14, 2019
عمران خان د خپلې تېروتنې لامل ناخبرتيا بولي او وايې چې، د سيمې هيوادونو پر مشرانو يې د لوبې د سوځېدلو ( اوټ شويو) لوبغاړو ګومان کړی.
د پاکستان لومړي وزير په کړنه د پارلمان استازو هم نيوکه کړې، دوی وايې چې د سياست او کرکټ ډګر خورا توپير لري خو د خان دا ډول حرکات د هغه پر سياسي ناپوهۍ دلالت کوي.
په ټولنيزو رسنيو کې هم د عمران خان پر دا ډول کړنو تاوده بحثونه روان دي، د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو د پاکستان له سياستوالو غوښتنه کړې چې خان ته ډيپلوماټيک آداب او په سياسي مجالسو کې د ناستې ولاړې اصول وروښيې، يو شمېر نورو ليکلي چې، عمران خان خپل فکري توازن له لاسه ورکړی او په داسې حالاتو کې يې لومړی وزير کېدل ښه نه دي.
دا لومړی ځل نه دی، په تېره يوه مياشت کې دا د پاکستان د لومړي وزير دويمه تېروتنه ده چې ترسره کوي يې.
له دې وړاندې يې د اسلامي هيوادونو همکاريو سازمان کې د عربستان د پاچاه پر وړاندې هم عرف مات کړی و چې بيا عرب چارواکو سخت غبرګون وښود.