د وجود له سافټویر نه مو ویروس پاک کړئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خدای پاک تاسو (ټول انسانان) داسې جوړ کړي یاست چې په هر کار لاس پورې کړی سر ته یې رسولی شئ. تاسو کولی شی نورو ته پور ورکړئ، نه دا چې تاسو ترې پور واخلئ. تاسو بریالي یی، نه ماتې خوړلي. تاسو د ژوند، بریا او نوښت لپاره پیدا شوي یاست.
دا چې موږ په ژوند کې پورته ذکر شوي شیانو (ښه ژوند، بریا او نوښت) ته ځان نه شو رسولی لامل یې دا دی چې زموږ د وجود سافټویر په ویروس اخته شوی دی. موږ ځان ته وایو، زه هېڅ کله نه بریالی کېږم، زه وړتیا نه لرم، هېڅ کله نه شم کولی فلانی عادت پرېږدم، ډېر وخت کېږي چې پرې عادت شوی یم اوس راته سخته ده، زه تر ټولو بد یم، زه جذاب نه یم، په راتلونکې کې به هم له هېڅ داسې کومې ښې پېښې سره مخ نه شم. دا او دې ته ورته لسګونه بد لید لوري. دا ځکه چې زموږ د وجود پروګرام ویروس وهلی، بد بینه شوي یوو، پر ځان مو باور کم شوی او  په ځان کې هېڅ داسې نښه نه وینو، سترګې مو تړل شوې دي، چې کېدای شي په راتلونکې کې مو ژوند ښکلی شي، بریالی او له خوښۍ ډک ژوند وکړو.
له نیکه مرغه باید و وایم، چې تاسو هېڅ ستونزه نه لری. کټ مټ لکه د ویروس وهلي کمپیوټر غوندې، چې ستونزه په کمپیوټر کې نه، بلکي په ویروس وهلي سافټویر کې ده. ستاسو وجود هم ستونزه نه لري، بلکې اصلي ستونزه ستاسو په لیدلوري او پروګرام کې ده. تاسو باید ځان ددې ویروس له شر او غم څخه خلاص کړئ. هره ورځ د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چې خدای پاک مو ستاسو په اړه ویلي او وایئ: زه نیکمرغه یم، قوي یم، روغ یم، زه پر ځان باور لرم، ښکلی یم، جذاب یم، با ارزښته یم او زه بریالی یم. تاسو باید خپل اصلي او لومړني سافټویر ته را وګرځئ. په دې باید پوه شی، چې که مو فکر محدود شو هغه دی چې ژوند به مو هم محدود شي. کله چې غوره فکر کوئ، هغه ده چې غوره ژند به هم کوئ.
سرچینه: هوای تازه وېب پاڼه، د ژوند برخه