زموږ ذهن کمپیوټر ته ورته دی او د پروګرام کولو بڼه یې بیا زموږ په کړنو او افکارو پورې تړلې ده. تاسو کولی شئ د نړۍ ګړندي، قوي او وروستي ماډل کمپیوټر چې د خورا لویې حافظې درلودونکی وي په خپل اختیار کې ولرئ. خو که پر همدې کمپیوټر یو نامناسب سافټویر نصب کړئ، کېداشي ښه کار ونه کړي او سالمه ګټه ترې پورته نه کړی.
دا چې موږ د تکنالوژۍ په زمانه کې ژوند کوو، کمپیوټر لرو، نو هرو مرو د کمپیوټر له ویروس سره هم اشنا یو. ویروس کولی شي د نړۍ تر ټولو غوره کمپیوټر ته هم ځان ورسوي او سافټویر یې تر برید لاندې ونیسي. ورو ورو د کمپیوټر سرعت کمېږي ان دا چې داسې یوې مرحلې ته رسېږي، چې بیا نه شی کولی په کمپیوټر کې شته فایلونو ته لاس رسی پیدا کړی، دا ځکه که ویروس ډېر قوي وي، هغه ده چې ټول فایلونه مو له منځه وړي.
دا ستونزه او ضعف ستاسو په کمپیوټر کې نه دی، بلکې اصلي ستونزه ستاسو د کمپیوټر په سافټویر کې ده، نه په هارډ ویر کې. ستونزه هغه وخت منځ ته راغلې ده چې ستاسو د خپل کمپیوټر سافټویر بدل کړی او یا مو هم ناولی فلش ورته وصل کړی دی.
د انسان لومړنی جوړښت بې عیبه دی، اندازه یې مناسبه ده او خدای پاک ټولو انسانانو ته بېلا بېل او مناسب استعدادونه ورکړي دي. له دې ټولو سره خدای پاک په تاسو کې درست او سم سافټویر (پروګرام) هم ځای پر ځای کړی دی. له هماغه لومړۍ ورځې ته د بریا، قدرت او نوښت لپاره پیدا شوی یې. په تاسو کې لومړنی ځای پر ځای شوی سافټویر (پروګرام) دا په ګوته کوي، چې تاسو کولی شی هر کار تر سره کړئ او د هر ډول خلاقیت وړتیا لری.