د خپلې روغتیا لپاره ماشوم ته شیدې ورکړئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ډېرې میرمنې په دې اند دي چې ماشوم ته شیدې ورکول، یوازې د دوی ماشوم ته ګټه لري، نه داسې نه ده، بلکې ماشوم ته د ګټې تر څنګ د مور په روغتیا کې هم پوره ونډه لري. د ځینو ګټو په اړه یې دلته ولولئ.
۱- ډبلیو‌ایچ‌او «WHO» او یونېسیف «UNICEF» د مور د شیدو په هکله وايي؛ «هره مور باید اقلاً ماشوم ته۶ میاشتې تی ورکړي چې دا د ماشوم حق دی او هم حیاتي ارزښت ورته لري.»
۲- ماشوم ته شیدې ورکول د بدن «۵۰۰» کالوري «Calories» سوځي چې په پايله کې هغو ښځو چی وزن يې په حمل کې اخیستی دی هغه له لاسه ورکوي.
۳- د شیدو ورکولو بله ګټه دا ده چې «Oxytocin» زیاتوي چې د دې په زیاتولو سره د ښځې رحم خپل اصلي حال ته راځي او بله ګټه يې دا ده چې هغه وینه کموي چې د ماشوم تر پیداکېدو وروسته راځي. همدارنګه د هډوکيو غیرنارمل کثافت کموي.
۴- ماشوم ته شیدې ور کول د مور وزن کموي، له ذهني او روحي فشاره خلاصېږي، پرېشانه نه وي دا ځکه چې ماشوم روغ وي.
۵- امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.
د څېړونکيو په باور هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو تر یوه کاله تی ورکوي، د هغو په پرتله چې خپل ماشوم ته شپږ میاشتې شیده ورکوي او یا طبيعي خواړه ورکوي د شکرې خطرات نږدې نیم په نیمه را کمېږي.
۶- په «جاما» طبي ژورنال کې خپره شوې څېړنه کاږي، مېندې کولای شي په طبیعي ډول ماشومانو ته شيدې ورکولو، په بدني تمرینونو، د وزن په کمولو او د ژوند د بڼې په بدلولو سره په بدن کې د شکرې له ناروغۍ سره سره د تیو «سینو» او رحم د سرطان مخه ونیسي.
۷- ماشوم ته شېدې ورکوونکو مېرمنو کې د زړه د ناروغیو خطره کموي.
۸- د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې د ماشوم له زیږیدو څو ساعته وروسته څخه نیول بیا لږ تر لږه شپږو میاشتو پورې باید ماشوم ته د مور شېدې ورکړل شي.
۹- د تغذیې متخصصی وړاندوینه کوي چې ماشوم ته د زیږیدو په لومړنیو ساعتونو کې باید د مور شیدې ورکړل شي، د مور له شیدو څخه د ماشوم تغذیه کول د ماشومانو په مړینه کې ۲۲٪ سلنه کموالی راولي، خو د دغه کار برعکس په ماشومانو کې د ۳۰٪ سلنه مړینې د ډیروالي سبب کیږي.