څیړنو موندلې، چې د انسان کړنې (عمل) د هغه شحصیت دی. په دی معنا، چې کله انسان د یو څه په اړه فکر کوي، نو د خپل فکر په اساس عمل کوي او د خپل ځان لپاره شخصیت ټاکي. که ښه فکر وکړئ، ښې کړنې به ترسره کړئ او ښه شحصیت به جوړ کړئ. که معکوس عمل وکړئ، ناسم شخصیت به خپل کړئ.
ځینې انسانان همیشه سوچونه او اندیښنې کوي. دوې هرې لوې او وړې خبرې ته خپه او خواشیني وي. دا ډول کسان بالاخره په رواني ګډوډیو اخته کیږي، چې بیا ترې خلاصون ګران دی.
دلته موږ لس (۱۰) هغه شیان راغونډ کړي، چې که په اړه يې خلک همیشه سوچ او اندیښنه وکړي، نو ژر به په رواني ستونزو اخته شي.
۱ـ د نورو خلکو په اړه سوچ
هغه خلک چې د ځان په ځای د نورو په اړه سوچونه کوي، ځان خپه کوي او لاس ته راوړنې يې محدودیږي. ډیر کله ځينې خلک د نورو د ژوند او لاس ته راوړنو په اړه دومره سوچ کوي، چې له خپل ژوند يې خوا بده شي. د نورو خلکو له کور، موټر، ښه ژوند، او بریالیتوب دومره اغیزمن شي، چې خپل ژوند ورته هیڅ او بې معنا ښکاره شي. دا حالت انسان په رواني ګډوډۍ او خپګان اخته کوي.
۲- د وخت په انتظار کیناستل
هغوی چې د یو مناسب وخت په تمه ناست وي، ډیر پریشانه او خپه وي. دا ډول خلک په ژوند کې ډیر پرمختګ نشي کولای او تل د رواني ستونزو څخه کړیږي. که غواړئ، خوشاله ژوند ولرئ، همدا نن مناسب وخت دی. لاس په کار شئ او خپلو موخو ته ځان ورسوئ.
۳ـ کار د ژوند لپاره؛ نه ژوند د کار لپاره
ستاسې دنده او کار باید ستاسې په مزاج برابر وي. که داسې نه وي، نو ژوند به درته ګران او خسته کن وي. هغوې چې دنده يې په زړه نه وي، په رواني ستونزو يې د اخته کیدو احتمال زیات دی.
۴ـ قهر او عوصه
ډير قهرجن خلک رواني ناروغان دي. هغوی چې ډیر او بیځایه عوصه کیږي، ځان په لوی لاس په رواني ستونزو اخته کوي. هڅه وکړئ، کرکه، کینه او قهر له زړه وباسئ.
۵ـ اندیښنه او ویره
دومداره ویره او اندیښنه انسان په رواني ستونزو اخته کوي. په یاد ولرئ، چې انديښنه د هیڅ ډول ستونزې حل نه دی؛ بلکې ستونزه لاپسې غټوي. څومره چې تاسې انديښنه او ویره پسې اخلي، هومره ستاسې فکري تمرکز زیانمن کیږي او مثبت افکار کډه کوي. دا چاره تاسې خپه کوي او رواني ګډوډیو مو اخته کوي.
۶ـ په ستونزو کې غرقیدل:
ژوند کې همیشه موږ له لویو او وړو ستونزو سره مخ کیږو. خو پکار ده، چې له ستونزو سره پښې اوبو ته کړو او د حل لپاره يې لار ولټوو.
۷ـ لنډ مهاله خوښي
خوښۍ په دوه ډوله دي: لومړی يې لنډ مهاله او دویم يې اوږد مهالې ده. هغه خلک چې یواځې د لنډمهالې خوښې په لټه کې وي، په رواني ناروغي اخته کیږي. لنډمهاله خوښي معمولا د نشه يي توکو له کارونې مینځ ته راځي. لنډمهاله خوښي، په ژوند کې د لویو لاس ته راوړنو لکه کامیاب واده او نورو څخه مینځ ته راځي. ددې لپاره، چې تل خوښ اوسۍ، اوږدمهاله خوښي ولټوئ.
۸ـ د سلو کالو مزل په یوه شپه کې
لویې لاس ته راوړنې کلونه زحمت او خواري غواړي. د خلکو د سر وینې پښو ته راغلي، چې یوځای ته رسیدلي. که تاسې په یوه شپه کې د یو لوی تغیر په تمه يۍ، نو بویه چې ځان په لوی لاس ناهیلی او خپه کوئ. هغوی چې د هر څه بدلون په یوه شپه کې غواړي، ځان ته رواني ستونزې جوړوي. پرمختګ دومداره خواري او محنت غواړي.
۹ـ منفي خلکو سره راشه درشه
د منفي بافو ملګرو سره ناسته پاسته تاسې ته خپګان او ناراحتي درکوي. کوښښ وکړئ، چې هغوی پوه کړئ، څو مثبت فکر وکړي؛ خو که امکان يې نه وي، ځان ترې په څنګ کړئ او لرې اوسئ. منفي باف خلک مو رواني کړاو ډیروي.
۱۰ـ په ظاهري قیافه تمرکز
ښه خبره ده، چې د سړي ظاهري قیافه ښکلې او منظمه وي؛ خو د خپل ظاهر په اړه ډیر سوچ او انديښنه مو په ځان باور کموي او تاسې ناارامه کوي. د انسان اصلي ښایست د هغه دروني اخلاق او انسانیت دی.